د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې نن د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو.
" له پولیو پاک افغانستان" پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې دغه کمپاین به چې په ترڅ کې یې له پنځو کلونو کم عمره ملیونونو ماشومانو ته د پولیو دوه څاڅکي ورکول کیږي، په هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، غزني، پکتیکا، خوست، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان او هرات کې تطبیق شي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د روان میلادي کال له پیله په افغانستان کې د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې ثبت شوي چې یوه یې د بادغیس بالامرغاب او بله هلمند کې ده.
په کندهار، هلمند، کابل، لغمان، ننګرهار او زابل کې بیا د روان م کال له پېل راهیسې د پولیو ۱۸ چاپیریالي پیښې ثبت شوې دي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازني دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس په کې پاته دی. له افغانستان سره هم مهاله نن دوشنبې په پاکستان کې هم د پولیو د واکسین اوه ورځنی کمپاین پیل شو چې تمه ده په ترڅ کې یې د دې هیواد په ټولو ایالتونو کې له ۴۵ ملیونه زیات ماشومان واکسین شي.
پولیو یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري، خو یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.