د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واډ فول وايي، په پاکستان کې د هغو افغانانو د پناه غوښتنې پردوسیو غور او جرمني ته یې لیږدول د جرمني د حکومت لپاره لومړیتوب دی چې جرمني له مخکې ورسره په هغه هیواد کې د منلو ژمنې کړې دي.
د جرمني ویلټ ورځپاڼې د راپورله مخې ښاغلي واډفول ویلي، تمه لري چې له پاکستانه جرمني ته د دغو افغانانو د لیږدولو الوتنې د روان کال ترپای رسیدو مخکې بشپړې شي. هغه همدارانګه ویلي چې د پاکستان له حکومت سره یې له خطرسره مخ افغانانو په اړه خبرې کړې او د شپږو میاشتو لپاره یې په هغه هیواد کې د دوی د هستوګنې غځول یقیني کړي دي.
نوموړي د افغانانو پرکیسونو بیا غور د کورنیو چارو وزارت دنده وبلله چې د ټولو حقوقي او نورو اړخونو له ارزونې وروسته به په دې اړه پریکړه کوي چې د کومو کسانو غوښتنلیکونه ومني او د کومو هغو ردکړي خو هغه خبرداری ورکړ چې هر ډول ځنډ کولای شي د راتلونکې کال له پیل سره افغانستان ته د دغو افغانانو د ډیپورت خطرزیات کړي چې اوس په پاکستان کې جرمني د تلو په نیت انتظارباسي. جرمني تر دې مخکې په څو الوتنو کې لسګونه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه هغه هیواد ته لیږدولي خو د راپورونو له مخې تراوسه نژدې ۱۹۰۰ کسان لاهم په پاکستان کې پاتې دي. دا هغه افغانان دي چې په تیرجمهوريت کې یې د جرمني له پوځ او د دې هیواد له نورو ادارو سره کارکړی او پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته پاکستان ته تللي دي.