نن د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلیږي.
" له پولیو پاک افغانستان" پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې په هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، غزني، پکتیکا، خوست، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان او هرات کې به دغه واکسین تطبیق شي.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د روان میلادي کال له پیله په افغانستان کې د ګوزڼ دوه پېښې ثبت شوي چې یوه یې د بادغیس بالامرغاب او بله هلمند کې ده.
په کندهار، هلمند، کابل، لغمان، ننګرهار او زابل کې بیا د ۲۰۲۵ کال له پېل راهیسې د پولیو ۱۸ چاپیریالي نمونې هم ثبت شوې دي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازني دوه هېوادونه دي چې پولیو ویروس په کې پاته دی.
دا یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري، خو یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.