د یوشمیر رسنیو له خوا د هغو راپورونو له خپریدو وروسته چې وایي په پنجشیرکې تیرماښام په دوو چاودنو کې یوشمیرطالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، د طالبانو د حکومت یوې باوري سرچینې د یوې چاودنې پخلی کړی خو دا یې نده تایید کړې چې طالبانو ته دې پکې مرګ ژوبله اوښتي وي. دې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي ازادي راډیو ته وویل، داسي ښکاري چې پیښه د هغو چاودیدونکو موادو د چاودنې په نتیجه کې شوې چې کان کیندونکو کانونو ته لیږدول. دې سرچینې داهم ویلي چې چاودنه داسې سیمه کې شوې چې هلته څوک نه و.
یوشمیر کورنیو رسنیو د سیمه ییزو سرچینو په حواله ویلي چې د پنجشیر په دره عبدالله خیل ولسوالۍ کې تیرماښام د طالبانو په یوه قرارګاه کې چاودنې شوې چې په ترڅ کې یې اته طالبان وژل شوي او څو نور ټپیان دي. ازادي راډیو نشي کولای په خپلواکه توګه په دې چاودنه کې طالبانو ته د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه خپاره شوي راپورونه تایید کړي.