د بشري حقونو ډلې: د جرمني حکومت دې د روان کال ترپایه له پاکستان څخه ټول هغه افغانان جرمني ته ولیږدوي چې له مخکې منل شوي و

له ۲۵۰ څخه زياتو د بشري حقونو ډلو او نورو غير حکومتي سازمانونو د سې شنبې په ورځ د جرمني له حکومت څخه يو ځل بيا وغوښتل چې هغه سلګونه افغانان جرمني ته انتقال کړي چې په پاکستان کې بند پاتې دي او برلين هغوی ته پناه ورکړې وه.

دغه بنسټونه، چې پکې د امنیستي انټرنشنل، سیف د چلډرن، هيومن رايټس واچ او د کليساګانو ډلې شاملې دي، له حکومت څخه غوښتنه کوي چې شاوخوا ۱۸۰۰ افغانان له پاکستان څخه د دې کال تر پای ته رسیدو مخکې جرمني ته ولیږدوي.

د دغو ډلو په وینا دغه کسان بايد په راتلونکو اونيو کې انتقال شي تر څو افغانستان ته د بېرته ستنېدو او د طالبانو له لوري د احتمالي ځورونې څخه خوندي پاتې شي.

دغه افغانان د جرمني د پخواني حکومت له خوا د کډوالۍ د یوه پروګرام له مخې منل شوي وو، خو له هغې راهيسې چې د جرمني نوي حکومت په مې مياشت کې کارپیل کړی او دغه پروګرام یې درولی، دوی په پاکستان کې بند پاتې دي.

په دې موده کې شاوخوا ۳۳۰ کسان چي د جرمني په محکمو کې یې دعواوې ګټلي په دې بریالي شوي چې جرمني ته ولاړشي.