د ایران د مشهور فلم جوړونکي جعفر پناهي "دا یوازې یو تصادف و" په نوم فلم د ګولډن ګلوب د فلمونو د فیستیوال څلورو کتګوریو ته نومول شوی. نوموړي له دې مخکې سږکال د کن (Palme d'Or) په ګډون دوه نورې جایزې هم ګټلې دي.
په پام کې ده چې د ګولډن ګلوب د فلمونو ۸۳ فیستیوال په راتلونکي ۲۰۲۶ م کال کې جوړشي. د نوموړي فلم، د ترټولو ښه ډرام فلمونو، ترټولو ښه بهرني فلم او د ترټولو ښې ډایرکټرۍ او سناریو برخو ته نومول شوی دی. دغه فلم چې له رسمي اجازې پرته په ایران کې جوړشوی، پکې په دې هیواد کې پر بشري حقونو او سیاسي وضعیت سخت انتقادونه شوي دي.
تیره اونۍ د تهران محکمې ښاغلي پناهي ته په غیابي توګه د یوه کال بند سزا ورکړه او هم یې د دوو کلونو لپاره له هیواده پر وتلو بندیز ولګاوه.
ښاغلی پناهي چې په امریکا او اروپا کې د خپل فلم د نندارې په خاطر اوس له هیواده بهردی، مدافع وکیل یې ویلي چې د اوسکار د فلمونو د فیستیوال له مراسمو وروسته به نوموړی بیرته ایران ته ستون شي.