اسټرالیا له ۱۶ کلنو کشرو نجونو او هلکانو ته د ټیک ټاک او فیسبوک په څېر شبکې بندې کړې

ټولنیزې شبکې او ځوانان

سر له سبا د ډسمبر لسمې په اسټرالیا کې له ۱۶ کلونو کم عمره هلکانو او نجونو ته د ټیک ټاک او فیسبوک په څېر د ټولنیزو شبکو کارول بندیږي.

د اسټرالیا صدراعظم وزیر انتوني البانیز په یوه ویډیو پیغام کې وویل چې دا قانون د "نه ختمیدونکي انلاین سکرول/ښکته پورته ګرځېدو" او د انلاین نړۍ فشارونو څخه د ځوانانو د ساتنې لپاره وړاندې شوی.

د نوي قانون له مخې، د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارمونه به اړ وي چې د ۱۶ کلونو څخه کم عمر لرونکي کاروونکي وپیژني او لرې یې کړي که نه له درنو جریمو سره مخ کېږي.

د اسټرالیا صدراعظم له ځوانانو وغوښتل چې د ښوونځي د دوبي رخصتیو په جریان کې په خپلو تلیفونونو کې لږ وخت او د کورنۍ، ملګرو او شخصي فعالیتونو سره ډیر وخت تیر کړي.

هغه ځوانانو ته په خطاب ویلي "یو نوی سپورت پیل کړئ، یو نوی ساز زده کړئ، یا هغه کتاب ولولئ چې تاسو له څه مودې همداسې بند ایښی دی."