اسراییل غواړي خپل ځواکونه د سوریې په جنوب کې پریږدي، خو سوریه اسراییل د کړکیچ په پراخولو تورنوي

د سوریې او د جولان لوړو ترمنځ سرحدي سیمه

د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو وایي، هوډ لري چې ځواکونه یې د سوریې د جنوب په حایل زون کې پاته شي.

نوموړي پرون یکشنبه له خپلو سفیرانو سره یوه غونډه کې ویلي، هیله من دی چې د سوریې د جنوب د غیر پوځي کېدو په اړه هوکړې ته ورسیږي، خو په وینا یې بیا به هم هلته خپل ځواکونه ساتي.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د سوریې لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع اسراییل نورو هېوادونو ته د کړکېچ په غځولو تورن کړ.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، د الشرع اشاره د سوریې په جنوب کې د اسراییل دوامداره هوایي بریدونو او بمباریو ته وه.

اسراییل تېر کال د بشار الاسد د رژیم تر ړنګېدو وروسته د جولان لوړو او سوریې ترمنځ حایل زون ته، چې د ملګرو ملتونو له خوا اداره کیږي، پوځیان واستول.

اسراییل دا کار د ځان د خوندیتوب او له هغه ځایه د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره مهم بولي.