د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ او د کویټې د چمن د سیمې یو شمېر اوسېدونکې وايي چې دغلته د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ډیسمبر د ۵ مه نېټې د نښتې له امله تړل شوې دروازه یکشنبه د ډسمبر ۷ مه بېرته افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو پرمخ پرانستل شوه.
د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي کاکړ ازادي راډيو ته وویل چې دروازه نن د ورځې نږدې یولس بجې پرانستل شوې او خپل هیواد ته د افغان کډوالو د راوختلو بهیر روان دی.
لاره رایله شوه، لس یو لس بجې به وې، اوس ټول افغان کډوال راروان دي، او لاره خلاصه ده.د سپین بولدک یو اوسیدونکی
د کرښې بلې غاړې ته د چمن یو ځای خبریال د نوم د نه خپریدو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د کډوالو د زیات هجوم له امله ګڼه ګوڼه ډېره زیاته ده.
«پرون د جګړې له امله لاره بنده وه خو نن بیرته خلاصه شوې ده، او افغان کډوالې کورنۍ اوړي، وړمه شپه چې جګړه وه دا کډوال ټول د ماسټر پلان په نوم یوه سیمه ده ټول هلته تللي وو، شپه یې هلته تېره کړې او نن چې لاره خلاصه شوه ټول واوختل.»
چمن سره دیره افغان کډوال
د سپین بولدک – چمن دروازه د ډیسمبر په ۵ مه د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر څو ساعته نښتې وروسته وتړل شوه، چې له امله یې په چمن کې سلګونه افغانې کورنۍ چې افغانستان ته اوښتولو په تکل دغې دروازې ته راغلې وې بندې پاتې شو.
یو شمېر کډوالو په چمن کې سیمه ییزو رسنیو او خبریالانو ته ویلي وو چې په دې سور ژمې کې د دوی ماشومان او میرمنې له سختو ستونزو سره مخ دي باید خپل وطن ته د اوښتولو اجازه ورکړل شي.
دوی دغه شان ویلي وو چې د نښتې په شپه یې خپلې کډې پر ځای پرېښې او له سیمې یې یوازې خپل سرونه ویستلي وو.
د سپین بولدک ولسوال عبدالکریم جهاد فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې په دغه نښته کې څلور ولسي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
په وژل شویو کې یوه ښځه او یوه ماشوم هم شامل دي.
دغه شان د چمن اوسېدونکو هم ازادي راډيو ته د درې ولسي وګړو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.
د سیمې اوسېدونکو او د نښتې عینې شاهدانو ازادي راډيو ته ویلي چې د دې نښتې له امله کرښې ته نږدې خلکو خپل کورونه پرېښې وو او په یخه یخنې کې یې له ماشومانو ، سپین ږیرو او ناروغانو سره په ډاګ شپه تېره کړې.
دا نښته په داسې حال کې رامنځته شوه چې د راپورونو له مخې د دواړو لوریو ترمنځ په سعودي کې د وروستۍ ناستې پر مهال د اوربند په دوام هوکړه شوې وه.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ دا ترینګلتیا د روان کال د اکتوبر له ۱۱ مې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تر نښتو وروسته زیاته شوه، چې له امله یې په پاکستان کې په میشتو افغان کډوالو هم د پاکستان د حکومت فشارونه زیات شول.
د روانې ډسمبر میاشتې په اوله د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي اعلان وکړ چې سر له راتلونکې اوونۍ د دې هیواد په بیلابیلو برخو کې د بې اسناده افغانانو د بیرته ستنولو پراخه عملیات پیلوي.
د روانې ډسمبر په ۵ مه یو شمېر افغان کډوالو ازادي راډيو ته وویل چې پاکستان د کډوالو په بیلابیلو کمپونو کې له د برښنا او اوبو په ګډون دوی ګڼې اسانتیاوې اخیستي او دوی له سختو ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ په یو راپور کې ویلي وو چې په وروستیو اونیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ډیپورت بهیر چټک شوی دی.