روسیې او اوکراین بیا یو پر بل د ډرونونو او توغندیو حملې کړې دي

د اوکراین پر کریمینچوک ښار د روسي ځواکونو حملې (آرشیف)

روسي ځواکونو تېره شپه د اوکراین پر کریمینچوک ښار د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په وسیله بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې په ښار کې د اوبو او برښنا جریان وځنډېد.

د کریمینچوک ښاروال ویټالي مالیڅکي نن پر ټولنیزو شبکو په یوه بیان کې وویل چې د دې حملې د احتمالي زیانونو په اړه جزییات به له څېړنو وروسته خپاره شي.

نوموړي زیاته کړه چې د عامه خدماتو کارکوونکي د اوبو او بریښنا د شبکو د بیا فعالولو هڅه کوي.

په عین حال کې د اوکراین پوځ پرون پر روسیې د بې پیلوټه الوتکو د یوه بل برید خبر ورکړ او ویې ویل چې د مسکو د جنوب ختیځ په ۲۰۰ کیلومتري واټن کې یې د ریازان د تېلو تاسیسات په نښه کړي دي.

د ریازان والي پاول مالکوف پرون پر خپله ټلګرام پاڼه ولیکل چې په یوه صنعتي ساحه کې د ډرونونو چرې راپرېوتي خو زیان یې نه دی اړولی.