د قطر او ازبکستان چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

د قطر د صدراعظم سلاکار مجید محمد آل انصاري او د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی استازی عصمت الله ایرګاشیف

د قطر د صدراعظم سلاکار او د بهرنیوچارو وزارت رسمي ویاند مجید محمد آل انصاري د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف سره په کتنه کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

د قطر د بهرنیوچارو وزارت پرون (د لیندۍ ۱۵مه) په یوه بیان کې وویل چې دې چارواکو د دوحې د فورم د ۲۳ مې غونډې په څنډه کې سره وکتل.

د بیان له مخې د دوی په خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې د دواړو هېوادونو د همکارۍ د پیاوړتیا او نورو اړوندو مسایلو په اړه بحث وشو.

دا په داسې حال کې ده چې په پام کې ده نن، د دوحې د فورم په دوهمه ورځ د افغانستان په اړه بحث وشي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په دې غونډه کې به په سیمه ایز اتصال کې د افغانستان د رول په اړه خبرې وشي.