ترکیه وايي، په غزه کې د ثبات ساتونکي ځواک په اړه بحثونه دوام لري

د ترکیې د بهرنیوچارو وزیر هاکان فیدان

ترکیه وايي، د غزې د ثبات ساتونکي ځواک د ماموریت په اړه خبرې روانې دي.

د ترکیې د بهرنیوچارو وزیر هاکان فیدان نن (د ډسمبر ۶مه) وویل چې په غزه کې د ثبات ساتونکي ځواک د ماموریت او د عملیاتو د اصولو په ګډون بحثونه دوام لري. ښاغلي فیدان د دوحې د کلنې ناستې پرمهال په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه چې د دې خبرو اصلي هدف باید دا وي چې اسراییليان او فلسطینیان د سرحد په اوږدو کې سره جلا وساتي.

په عین حال کې د قطر صدراعظم ویلي دي چې په غزه کې نژدې دوه میاشتنی اوربند به تر هغه مهال په بشپړ ډول عملي نه شي اسراییلي ځواکونه د واشنګټن په ملاتړ د سولې د پلان په اساس د فلسطینیانو له قلمرو څخه ونه وځي.

شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني زیاته کړه چې اوس وخت خورا حساس دی او کله چې اسراییلي ځواکونه د فلسطینیانو له قلمرو څخه ووځي نو روانو هڅو ته هغه مهال اوربند ویل کېدای شي.