یو شمیر خلک په ځانګړي ډول پېغلې او ځوانان دا نه پټوي چې عینکې د ډول لپاره یې کاروي.
د کابل اوسېدونکي عمر چې تورې عینکې یې په سترګو وې ازادي راډیو ته وویل"لکه څرنګه چې وینئ زما په سترګو تورې عینکې دي. عینکې زه له فیشن نه به سترګو کوم، خوښېږي مې. په کور کې شپږ ډوله نورې عینکې راسره دي، له دې سره اوه ډوله شوې. عینکې ښې دي چې سړی استفاده ترې وکړي لکه څنګه چې دا اوس مونږ ګورو د کابل ښار هوا ډیره خرابه ده، دې لپارهم ښې دي، لمر لپاره هم ښې دي، خو زه خپله یې د فیشن لپاره استفاده کوم."
ځینې خلک عینکې د ډول لپاره کاروي خو ځینې نور خپلې سترګې له مضرو رڼاګانو پرې خوندي کوي.
یو شمیر نور کسان بیا وايي، له مضرو وړانګو او رڼاګانو د سترګو د خوندیتوب لپاره عینکې کاروي.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکې سعیده وايي"زما عینکې اتومات دي. کله چې پر کمپيوټر کار کوم یا بهر وځم نو لمر راباندې ډېر تاثیر کوي، سترګو نه مې اوښکې راځي. دا عینکې مې چې په سترګو وي بیا دومره نه په تکلیفېږم."
بې نمرې عینکې هغه چې ښیښه یې هیڅ ډول نمره نه لري او د سپینو تر څنګ رنګینې هم پیدا کېږي، د ڼړۍ په نورو هیوادونو کې ډیرې کارول کېږي خو په افغانستان کې ډېر کارونکي نه لري.
د دې عینکو بیې ښیښو او فرېم ( چوکاټ) ته په کتو بېلابېلې دي.
د سترګو ډاکټران سپارښتنه کوي چې عینکې باید په ځانګړي ټوکر یا کاغذ پاکې شي.
په کابل کې د عینکو د یوه پلورنځي خاوند حمیدالله ازادي راډیو ته وویل"د عینکو بیې د ښیښې او فرېم کیفیت ته په پام فرق کوي. سپینه ښیښه ده، اتوماته ښیښه ده، اتومات پلاستیک دی او سپین پلاستیک دی. د یوې جوړې سپینه ښیښې بیه دوه سوه افغانۍ ده. اتوماتې ښیښې یوه جوړه په ۳۵۰ افغانۍ. دغه شان سپین پلاستیک راځي په ۳۰۰ افغانۍ او اتومات پلاستیک چې د کمپیوټر او موبایل د رڼا ضد دي یوه جوړه یې په ۴۰۰ افغانۍ او دغه شان د لمر وړانګو ضد ۵۰۰ افغانۍ. همدارنګه فرېمونه هم فرق کوي له ۱۵۰ افغانیو شروع کېږي تر درې- څلور زره افغانیو پورې."
ډاکټران د عینکو کارول په ټوله کې ګټور ګڼي، خو ټینګار کوي چې باید معیاري وي.
ډاکټران وايي، د بې نمرې عینکو په سترګو کول څو ګټې لري؛ له نورو شیانو یا جسمونو او ضربو، د لمر وړانګو او دغه شان د کمپیوټر او موبایل له مضرو رڼاګانو سترګې ساتي خو دوی ټینګار کوي چې دا عینکې باید معیاري وي.
د سترګو متخصص ډاکټر خوشال امان په دې اړه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل"ځینې جانبي عوارض یې دا دي، چې ځني خلک داسې عینکې استفاده کوي چې ستندرد نه وي، یا یې شیشه ستندرد نه وي یا یې رنګ. نو ستندرایزیشن یې باید د عینکو له متخصص یا د سترګو له متخصص ډاکټر نه پوښتنه وشي، چې کوم ډول عینکې یې د څه لپاره پکار دي."
ډاکټران دا سپارښتنه هم کوي چې عینکې هغه که نمره یي وي او که بې نمرې، مخکې له دې چې په سترګو شی باید په یو ډول پاک او مخصوص ټوکر چې عینکو سره ورکول کېږي یا هم کاغذي دستمال سره پاکې شي، ځکه د دوی په خبره د ککړو ښېښو عینکو په سترګو کول، کتل ستونزمن او سترګې ستړې کوي، پرې د ناستو مضرو ذراتو له امله انسان د سترګو په ناروغیو اخته کوي او په ټوله کې د سترګو لید د کمېدو لامل ګرځي.