په اسلام آباد کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ تیزه شوې ده

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې یو شمېر افغان کډوال وايي په وروستیو ورځو کې د بې اسناده افغانانو د نیولو پروسه لا نوره چټکه شوې ده.

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې یوه ښځینه افغانه کډواله وایي، پرون دوشنبه د ډیسمبر اوله یې کورته پولیس ورغلي او له دې سره اوسېدونکو دوه بې سرپرسته میرمنې چې یو کوچنی ماشوم هم ورسره و نیولي او د ډیپورټ لپاره یې حاجي کمپ ته انتقال کړي دي.

یوه ښځه وه چې درې کلن ماشوم یې درلود او یوه بله نجلۍ ځاننه وه، دوی یې ونیول او بې له سرپرسته یې یوړل، دوی هیڅوک نه لرل

دغه میرمن چې په خبره یې د درملنې لپاره پاکستان ته تللې او نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته یې وویل چې اوس مهال دغلته د میشتو افغان کډوالو د وضعیت په اړه سخته اندېښمنه ده. "یوه ښځه وه چې درې کلن ماشوم یې درلود او یوه بله نجلۍ ځاننه وه، دوی یې ونیول او بې له سرپرسته یې یوړل، دوی هیڅوک نه لرل چې لږ ترلږه غم یې وکړي، دوی سره یې ډېر سپک چلند وکړو، هغه درې کلن ماشوم ډېر ویرېدلی وو، مور یې هم ژړل، هغوی غوښتل ما هم ونیسي خو ما ویزه لرله اوس غواړم لاړه شم ملاقات ته یې ځکه ډیپورت کوي یې. "

د اسلام اباد په B17 سیمه کې میشت یو افغان چې وايی په وروستیو ورځو کې پولیسو له دغه ځایه ډېر شمېر افغانان نیولي د نوم د نه خپرېدو په شرط یې ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې ان پولیسو د افغانانو د کورونو دروازې ورماتې کړې او له دوی سره یې سپک چلند وکړو.

"وضعیت ډېر بد دی، همدا دوه ورځې مخکې پولیس راغلي وو، ښځې هم ورسره وې، دوی د افغانانو په کورونو ورغلل، داسې لکه مجرمان چې نیسي، دروازې یې ماتې کړې، د خلکو د کورونو وسایل یې وپلټل او هر څه چې یې زړه غوښتل هغه یې وکړل. "

نوموړي دا ادعا هم وکړه چې نږدې یوه میاشت وړاندې پولیسو داسې مهال ونیوه چې ویزه یې هم درلوده خو بیا یې هم ترې پیسې واخیستې.

د اسلام اباد د B17 سیمې یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ازادي راډيو ته وویل چې هره ورځ دغه سیمې ته د اسلام اباد پولیس ورځي او افغانان نیسي.

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر میوند علمي افغان هم تاییدوي چې په پلازمینه او راولپنډۍ کې افغان کډوال له ستونزو سره مخ دي او د دوی د نیولو او ډیپورټ کولو لړۍ تر بل هر وخت تېزه شوې ده.

نوموړي نن سې شنبه د ډیسمبر ۲ مه ازادي راډيو ته وویل چې څو ځل یې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د یو این ایچ سي ار له استازو سره هم خبرې شوي خو په خبره یې له هڅو سره سره د افغانانو د نیولو پروسه په چټکۍ روانه ده.

که څه هم د پاکستان حکومت په رسمي ډول په اسلام اباد کې د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو د شدت په اړه څه نه دي ویلي خو تازه د دې هیواد د کورنیو چارو چارو وزیر محسن نقوي اعلان کړې چې سر له راتلونکې اونۍ د دې هیواد په بیلابیلو برخو کې د بې اسناده افغانانو د بیرته ستنولو پراخه عملیات پیلوي.

نقوي پرون دوشنبه د ډیسمبر اوله په یو خبري کنفرانس کې په دې اړه وویل:

"موږ راتلونکې اونۍ د SHO ایس ایچ او او د ساحوي پولیسو د مسولینو په کچه دا عملیات پیلوو، تر څو د دوی تر واک لاندې سیمو کې هغه افغانان چې په غیر قانوني شکل دغلته ژوند کوي ونیسي او اخراج یې کړي. "

نوموړي ټینګار وکړو چې له ډیپورت وروسته چې کوم افغان وګړی بیرته پاکستان ته ننوځي "سمدلاسه به ونیول شي."

نږدې یوه میاشت وړاندې، په کورنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیر طلال چوهدري وویل هر هغه کس یا اداره چې غیر قانوني افغان کډوالو ته کورونه، دوکانونه یا دندې ورکوي، د نویو قوانینو له مخې به مجرم وګڼل شي.

د تېرې اونۍ د سې شنبې په ورځ د پاکستان پولیسو د اسلام اباد په ارجنټاین پارک کې سلګونه هغه افغان پناه غوښتونکې ونیول او افغانستان ته یې ډيپورټ کړل چې له تېرو نږدې څلورو میاشتو راهیسي یې دغلته په خیمو کې ژوند کاوه.

په ټولنیزو رسنیو کې په دې اړه په خپرو شویو ویډیو ګانو کې لیدل کېدل چې پولیس له نیول شویو کسانو سره له تاوتریخوالي ډک چلند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د کابل او اسلام اباد تر منځ ظاهرا د اړیکو له ترینګلتیا او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د اکتوبر د یولسمې له سختو نښتو وروسته پاکستان په دې هیواد کې میشت افغان کډوال تر سخت فشار لاندې راوستي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ په یو راپور کې ویلي وو چې په وروستیو اونیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ډیپورت بهیر چټک شوې دی.

ډېری افغانان له ۲۰۲۱ کال وروسته، کله چې د افغانستان جمهوري نظام ړنګ او طالبان بیاځلي په دغه هیواد واکمن شول، د امنیتي ګواښونو، د نجونو په زده‌ کړو د بندیز، اقتصادي ستونزو او نورو هېوادونو ته د تګ لپاره د خپلو کیسونو د پړاونو بشپړولو په هدف، پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي. چې اوس له هغه ځایه هم د ویزو د نه‌ تمدید له امله د جبري ایستلو له ګواښ سره مخ دي.