یوه افغان میرمن چې وايي دوه کاله وړاندې یې د کاکا یو زوی د اچ ای وي له تشخیص وروسته ومړ.
دې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم او د اوسېدو د ځای نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې دغې ناروغۍ یې د کاکا زوی سخت ځپلی او کمزوری کړی وو.
«د کاکا زوی ته مې چې کله دا ناروغي پیدا شوه، له هغې وروسته ورځ تر بلې کمزوری کېده، کله کله به سخت اسهال کېده، کله چې ډاکتر ته لاړو معلومه شوه چې هغه په ایډز اخته دی، د دې خبر په اورېدو هغه نور هم بد تر شو او وضعیت یې ډېر خراب شو، بالاخره له ډېره تشویشه ومړ.»
یوې بلې میرمنې چې دې هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم او د اوسېدو ځای په ډاګه شي ازادي راډيو ته وویل چې د یوې همکارې خور یې له یوه جراحي عملیات وروسته په ایډز ناروغۍ اخته شوې وه.
د ایډز د ختمولو نړیوال کمپاین
«دا نجلۍ ډېره ځوانه وه، ۲۷ کاله عمر یې لرلو، یو وړوکی جراحي عملیات یې وکړو، وروسته یې وضعیت ډېر خراب شو، کله چې معاینات وکړل معلومه شوه چې د هماغه عملیات له لارې په دې ناروغۍ اخته شوې ده.»
دا په داسې حال کې ده چې نن دوشنبه د ډسمبر اوله د ایډز له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
د دې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په خپله اېکس پاڼه په یو ویډیو پیغام کې ویلي چې په دې برخه کې تر اوسه پورې شوی پرمختګ د یادولو وړ دی او په تېرو ۱۵ کلونو کې د ایډز نوې پیښې ۴۰ سلنه او له دې امله د مړینې کچه سمه نیم کمې شوي او درملنې ته د خلکو لاس رسی اوس مهال تر هر وخت دی.
خو نوموړي ویلي چې په نړۍ کې لا هم میلیونونه خلک د HIV د مخنیوي او درملنې خدماتو ته له لاس رسي محروم دي.
نوموړي ویلي: «دا بحران لا هم په نړۍ کې دوام لري، او میلیونونه خلک لا هم د HIV د مخنیوي او درملنې خدماتو ته له لاس رسي محروم دي، دا چې دوی څوک دي، چرته ژوند کوي او د ټولنیزې بدنامي کومه کچه زغمي خو ملیونونه خلک لاهم د HIV مخنیوي او درملنې خدماتو ته له لاسرسي څخه محروم دي.»
دایډز د نړیوالې ورځې په مناسبت ملګرو ملتونو په خپله ویب پاڼه په یو بیان کې ویلي چې سږ کال د تمویل بې ساری بحران له دې ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې د لسیزو پرمختګ د شاتګ له ګواښ سره مخ کړی دی.
په بیان کې راغلي: «د HIV د مخنیوي خدمات په جدي ډول ګډوډ شوي، د ټولنې پر بنسټ خدمات چې د حاشیې لاندې خلکو ته د رسیدو لپاره حیاتي دي، له پامه غورځول کیږي.»
د بیان په ټکو په نړۍ کې لا ایډز پای ته نه دی رسېدلی او اوسنیو شرایطو ته په پام سره د خطرونو کمولو او د اهدافو ترلاسه کولو لپاره یوه نوې تګلاره اړینه ده.
افغانستان د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې یو شمیر اوسېدونکي یې له بیلابیلو لارو په ایچ ای وي اخته شوي دي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان، په افغانستان کې د ایډز په ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر او درملنې د اسانتیاو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.
روغتیايي متخصصین وايي ایډز یوه خطرناکه، ویروسي او ساري ناروغي ده چې لوی او واړه پرې اخته کیدای شي.
دوی وايي ایډز د انسان د بدن دفاعي سیستم زیانمنوي او د بیلابیلو ناروغیو پر مهال د دفاع توان ترې اخلي.
خو دوی وايي په ډیری مواردو کې په وخت تشخیص او ګټوره درملنه د ایډز د پرمختګ مخه نیسي او پرې اخته کسان کولای شي اوږد ژوند وکړي.
په کابل کې د انتاني ناروغیو متخصص ډاکتر فرید الله عمري وايي انسان د بیلابیلو لارو په وسیله په ایچ ای وي اخته کېدای شي.
دا ناروغي د وینې له لارې انتقالیږي، دغه راز د معتادینو تر منځ د شریک سرنج چې دوی ترې استفاده کوي یو بل ته انتقالیږي، د دې ترڅنګ د ناخوندي جنسي اړیکې پر مهال هم له یو ناروغ انسان نه روغ انسان ته ایچ ای وي انتقالیدای شي او له همدې اړیکې چې کوم ماشوم دنیا ته راځي هغه هم په دې ناروغۍ اخته ويډاکتر فریدالله عمري
ډاکتر عمري زیاته کړه: «په ځینو مواردو کې د ډاکترانو د وسایلو له لارې هم هغه چې پام ورته نه وي شوی او دغه راز د غوږونو د سوري کېدو له لارې هم انتقالیږي ځکه هلته هم شریکه ستنه استفاده کیږي.»
دی وايي چې د ایډز د مخنیوي لپاره باید د شریکو سرنجونو له استفادې ډډه وشي، دغه راز په هرو شپږو میاشتو کې د وینې معاینه اړینه ده، د دې ترڅنګ د ماشوم ستنې اړینه ده، او د وینې د ورکړې او یا اخیستلو پر مهال باید وینه معاینه شي تر څو ساري ناروغي ونه لري.
ناخوندي جنسي اړیکه چې د ایډز یو لامل بلل کیږي له همدې امله په افغانستان کې په دې ناروغۍ ډېری اخته کسان خپله ناروغۍ پټوي چې د ډاکترانو په وینا له امله یې د ایډز د ناروغانو په شمېر کې زیاتوالي راځي.
یو شمېر کسان چې په دې ناروغۍ یې د کورنۍ غړي اخته شوي وايي ډېر خلک له دې امله چې نور کسان به یې په ناروغۍ پوه شي له درملنې ډډه کوي، خو د ټولنیزو چارو پوه عبدالرازق عدیل وايي په ایډز ناروغۍ اخته کسان باید په ټولنه کې ازادانه ژوند وکړي او پرېنږدي چې کلتوري مسایل یې له ژونده وباسي.
«د ایډز په ناروغۍ اخته کسان کولای شي د نورو عادي انسانانو په ډول خپل فعال ژوند په مخ یوسي، خو دوی باید منظمه درملنه ترسره کړي، دوی ته باید خپل ژوند لومړیتوب ولري، او اجازه ورنکړي چې کلتوري مسایل دوی له ژونده وباسي، ټولنه هم مسولیت لري چې دغه ډول ناروغانو سره په احترام چلند وکړي او بې له دې چې پوره معلومات ولري قضاوت ونه کړي، ټولنه باید د دغه ناروغانو ملاتړ وکړي تر څو دغه کسان وکړای شي بې له ویرې او شرم روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی ولري.»
د ډسمبر لومړۍ نېټه په ۱۹۸۸ کال کې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د ایچ ای وي ویروس په اړه د خلکو د عامه پوهاي د کچې د لوړولو په هدف د ایډز د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوه.
ملګرو ملتونو تیر کال په همدې ورځ ویلي وو نړۍ کولای شي تر ۲۰۳۰ کال پورې په نړۍ د ایډز ګواښ پای ته ورسوي.