یواین هبیتات: افغان ښځې پر سړکونو له ناامنۍ نیولې د لومړنیو خدمتونو ترنشتوالي پورې له ډیرو ستونزو سره مخ دي

داسې مهال چې د ملګرو ملتونو د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د مخنیوي ۱۶ ورځنی کمپاین روان دی، په افغانستان کې د دغه سازمان د بشري استوګنې پروګرام (یو اېن هبیتات) وايي په دې هېواد کې ښځې او نجونې هره ورځ له بېلابېلو خطرونو سره مخ دي.

دغه پروګرام د یکشنبې په ورځ «د نومبر ۳۰مه» په خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) په یو بیان کې ویلي دا خطرونه د سړکونو له ناامنۍ نیولې د لومړنیو خدمتونو تر نشتوالي پورې مسایل دي چې اوس مهال افغان ښځې ورسره مخ دي.

«یو اېن هبیتات» ویلي د ښځو او نجونو لپاره د خوندي او امن فضا رامنځته کول اړین دي ترڅو دوی بېلابېل مهارتونه زده کړي او پرمختګ وکړي.

دغه پروګرام غوښتنه کړې چې د جنسیت پر بنسټ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د ۱۶ ورځني کمپاین په جریان کې باید هر څوک د افغان ښځو او نجونو ملاتړ وکړي.

یو شمېر افغان مېرمنې هم وايي چې ورځ تر بلې یې په وړاندې ستونزې ډېرېږي او دا چې په افغانستان کې دوی ځان په امن کې نه احساسوي.

د پلازمېنې کابل یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې په راپور کې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل: "موږ په سړکونو امنیت نه لرو، په کور کې د پرېکړې حق نه لرو او د راتلونکې لپاره هېڅ هیله هم نه شته، د طالبانو له راتګ وروسته، د زده کړو، کار او هر څه حق موږ نه اخیستل شوی دی، ان له کوره د بیرون تګ حق له موږ اخیستل شوی دی، هره ورځ په وېره کې ژوند کوو، د داسې قوانینو لاندې په موږ محدودیتونه لګول شوي چې ان لیکل شوي نه دي، دوی یوازې یو هدف لري چې موږ له ټولنې حذف کړي."

په همدې حال کې د جنسیت پر بنسټ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (یو اېن ومن) هم په یو بیان کې ویلي دي چې په افغانستان کې د ښځو ملاتړ کوونکي سازمانونه د تمویل له کمښت سره مخ دي، خو دوی لا هم له تاوتریخوالي سره د مخ ښځو ملاتړ ته دوام ورکوي.

دغه ادارې هم د یکشنبې په ورځ د «نومبر ۳۰مه» په خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) په خپور کړي بیان کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د ښځو ملاتړو سازمانونو د خپلې بودجې یو په پنځمه برخه له لاسه ورکړې.

په بیان کې راغلي چې د ښځو ۶۰ سلنه ملاتړو سازمانونو راپور ورکړی چې د مرستو د کمښت له امله سږ کال کمې پروژې عملي کوي.

د شمالي ولایت بلخ یوې اوسېدونکې چې دې هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د امنیتي اندېښنو له امله د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل: "نړیوالې مرستې بندې شوې دي، له موږ نه کار اخیستل شوی دی او له دې سره د ښځو اقتصادي ستونزې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي، په ځانګړي ډول هغه مېرمنې چې بې سرپرسته دي، زه خپله یوه بې سرپرسته ښځه یم چې درې ماشومان لرم، خو نه کار کولای شم او نه راسره څوک مرسته کوي، ان له کوره بیرون له وېرې پرته نه شم وتلی."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان تر بیاځلي واک ترلاسه کولو وروسته طالبانو له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د هر ډول عصري زده کړو دروازې بندې کړې دي.

دغه راز یې په ډېری دولتي او ناودولتي مؤسساتو کې د ښځو د کار مخه نیولې چې امله یې د افغان مېرمنو په خبره د دوی اقتصادي ستونزې زیاتې شوې دي.

د طالبانو حکومت دغه راز په عامه ځایونو کې پر ښځو حجاب جبري کړی او دغه راز یې له دوی نه ورزشي لوبغالو او پارکونو ته د تګ حق اخیستی دی.

د طالبانو دغه بندیزونو که څه هم په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه هم لرل، خو طالبانو خپلو دې کړنو ته د اسلامي شریعت نوم ورکړی هغه چې ډېر شمېر دیني عالمان یې شریعت نه، بلکې سخت دریځي بولي.