د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو څو قضیو کې د تورنېدو له کبله له خپل ولسمشره بښنه وغوښته

د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییلو صدر اعظم بنیامین نتانیاهو په رسمي ډول ولسمشر اسحاق هرزوګ ته د بښنې غوښتنه سپارلې ده.

د د اسراییل د ولسمشردفتر نن په یوه بیان کې دا غوښتنه "غیر معمولي او پایله لرونکې" وبلله.

په بیان کې ویل شوي ولسمشر به د ټولو قوانینو په رڼا کې دا غوښتنه په مسؤلیت او صادقانه توګه ځواب کړي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې هرزوګ ته لیکلي وو چې نتنیاهو وبښي.

هغه مهال د هرزوګ دفتر ویلي وو چې دا به یوازې هغه وخت ممکنه وي چې نتانیاهو پخپله رسمي د بښنې غوښتنه وکړي.

نتانیاهو په امانت کې د خیانت، رشوت او فساد په دریو قضیو کې له پنځو کلونو راهیسې تر محکمې لاندې دی.

پر هغه تور دی چې له سوداګرو څخه یې ډالۍ او مالي مرسته ترلاسه کړې، پر رسنیو یې د نفوذ هڅه کړې او له دولتي واک څخه یې ناوړه ګټه اخیستې.