افغان فوټبالرې نادیه ندیم د طلایي پښې جایزه وګټله

نادیه ندیم، افغان فوټبالره

افغان الاصله ډنمارکۍ نادیه ندیم د طلاي پښې Golden Foot د جایز په ګټلو سره د نړیوالو فوټبالرانو په لیکه کې ودرېده. اغلې ندیم وايي له ډېرو سختیو او کلونو خواریو وروسته یې د ډنمارک د فوټبال ملي لوبډلې ته لاره موندلې وه.

له افغانستانه ډنمارک ته له کډوالۍ وروسته نادیه ندیم په ۲۰۰۰ لمریز کال کې د کډوالو له یوه کمپه خپل ورزشي سفر پیل او په ۱۲ کلنۍ کې د اروپا د فوټبال لوبغالو کې راښکاره شوه."کله چې موږ ډنمارک ته کډوال شو، په لومړي سر کې چې په کمپ کې وو، کمپ ته څېرمه د فوتبال میدان وو، هلته به مې لیدل چې زما همزولو نجونو فوټبال کاوه، له همغه وخته مې له فوټبال سره مینه پیدا شوه، له هماغه کمپه مې پیل وکړ او فکر کوم له هماغه وخته مې ژوند کرار کرار بدل شو. "

دا چې اوس ۳۷ کاله عمر لري د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ د نومبر ۲۷ مه یې د ښځو په کټګورۍ کې د ۲۰۲۵ کال د فوټبال د طلايي پښې یا ګولډن فوټ نړیواله جایزه وګټله.

دا جایزه د فوټبال هغه فعالو لوبغاړو ته ورکول کیږي چې لږ ترلږه ۲۷ کاله عمر ولري او په انفرادي یا په ډله ییز ډول یې دې ورزش کې ښه وړتیا ښودلې وي.

نادیه ندیم وايي هغې د ډنمارک د ملي لوبډلې لپاره چې په ۲۰۰۹ کال کې ورسره یو ځای شوې ده له تېرو دریو میاشتو راهیسي لوبه نه کوي خو په خبره یې د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې یې د امریکايي فوټبال کلبونو، د انګلستان مانچسټر سیټي، د فرانسې د PSG او د ایټالیا د AC میلان لپاره هم لوبې کړي دي.

نوموړې وویل غواړي له دې فرصته په ګټنې په افغانستان کې د فوټبال د ودې لپاره کار وکړي."معمولا (طلايي پښه) یو بنسټ هم لري چې ښوونځي جوړوي، ما له دوی سره خبرې کړي او ورته مې ویلي چې که دوی پلان لري موږ کولای شو په افغانستان کې د فوټبال د زده کړې یو ښوونځی او یوه اکاډمي جوړه کړو ځکه هلته استعدادونه زیات او فرصتونه کم دي. "

نادیه ندیم په ۲۰۲۲ کال کې د طب له پوهنځي فارغه شوې او اوس مهال د یوې ډاکترې په توګه کار کوي.

نوموړې وویل که فرصت ورته برابر شي لیواله ده چې افغانستان لپاره هم لوبه وکړي.

"که دوی ماته اجازه راکړي زه سل په سلو کې غواړم چې د افغانستان لپاره لوبه وکم، ځکه کله چې وړه وم دا فرصت مې نه درلود، او هغه مهال افغانستان ملي لوبډله نه لرله، خو اوس چې شته ولې نه. دا به زما لپاره یو ویاړ وي، زما مور او پلار افغانان دي او زه یوه افغانه یم. "

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د ښځو په ورزشي فعالیتونو لږیدلی بندیز لا هم خپل ځای دی.

په دوی کې د افغان ښځو د فوټبال په لوبغاړو هم بندیز شامل دی او اوس مهال د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډله له هیواده بهر خپل ورزشي فعالیتونه کوي.

د روان کال په می میاشت کې، د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په جلاوطنۍ کې د فیفا په مالي لګښت د افغانستان د ښځو د ملي فوټبال ټیم د جوړېدو منظوري ورکړه .

پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په زده کړو او هر ډول ورزشي فعالیتونو او ان ورزشي لوبغالو ته د دوی په ورتګ بندیز لګول شوی دی.