ریچارډ بینټ: د عدالت څرخونه به بالاخره حرکت وکړي او د بشري حقونو له سرغړونکو سره به حساب وشي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بینټ وایي، په افغانستان کې له بشري حقونو په تیره د ښځو او نجونو له حقونو څخه جدي سرغړونې دوام لري او دی په دې هیواد کې د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه د خپلو راپورونو په چمتوکولو سره غواړي چې د نړیوالو ډیر پام دې موضوع ته واړوي. ښاغلي بینټ چې طالبانو افغانستان ته د هغه پر ورتګ بندیزلګولی، له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې که څه هم اوس او له لسیزو راهیسې په افغانستان کې له جرمونو د معافیت کلتورحاکم دی، خو داسې ورځ به را ورسیږي چې د بشري حقونو له جدي سرغړونکو سره حساب کتاب وشي. له نوموړي سره د ازادي راډیو د دې ځانګړې مرکې متن دلته لوستلی شئ:

پوښتنه:

په اوس وخت کې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو ترټولو فوري او سیسټماټیک موارد کوم دي او په تیر یوه کال کې وضعیت څومره بدل شوی؟

ځواب:

موږ د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په ورځ خبرې کوو، او په یو ډول همدا موضوع ستاسو د پوښتنې لومړۍ برخه ځوابوي. د ښځو پر وړاندې تشدد، د دوی محرومیت او څنډې ته کول، جلاوالی، تبعیض، او پر ښځو او نجونو تسلط، ښایي تر ټولو بیړنۍ مسله وي. پردې سربیره ځینې نورمسایل هم شته. په افغانستان کې، په تیرو څلورو کلونو کې، طالبانو په تدریجي ډول خپل فشارونه او محدودیتونه زیات کړي دي؛ ټول په یو وخت نه، بلکې د وخت په تیریدو سره. او دا لړۍ همدارنګه په منفي لوري دوام لري. د ډیری برخو نومونه اخیستل کیدی شي. د بیلګې په توګه، رسنۍ چې له ډیرو سختو محدودیتونو سره مخ شوي دي؛ مدني ټولنه هم په ورته حالت کې ده. پراقلیتونو، مذهبي، قومي، ژبني او نورو اقلیتونو هم فشار زیات شوی دی. هر ډول د نظر اختلاف ته بې احترامي مخ په زیاتیدو ده؛ داسې چې نور نه یوازې مخالفت، بلکې ان د مختلف نظر درلودل هم نه منل کیږي. عدالت ته لاسرسی کم شوی او هغه ادارې چې پخوا یې د ساتنې رول درلود او د اتباعو د حقونو او آزادیو ملاتړ یې کاوه هم له منځه تللي دي. نو موږ په ټوله کې د اندیښنې وړ لویې لړۍ سره مخ یو.

پوښتنه:

طالبان وايي چې دوی متحد دي، خو څارونکي د کندهاري او حقاني ډلو په نومونو، په تیره د ښځو د زده کړې پر سر د دوی ترمنځ د اختلافاتو خبره کوي. ایا په ریښتیا هم د طالبانو دننه د ښځو د حقونو په اړه اختلافات شته؟

ځواب:

د تیرو کلونو په اوږدو کې یووالی د طالبانو له سترو قوتونو څخه و، نو دا طبیعي ده چې دوی د خپل یووالي دفاع کوي. خو داسې شواهد شته چې د ریښتینې بیلوالي او اختلافاتو ښکارندوي کوي، په ځانګړې توګه د نجونو د تعلیم په مسله کې. موږ ان د دې شاهد وو چې د طالبانو ځینې چارواکو په ښکاره مخالفت څرګند کړی او لږترلږه په یوه مورد کې، یو کس د طالبانو په همدې دلیل هیواد پریښود.

نو دا اختلافات نه یوازې په عام محضرکې، بلکې د طالبانو تر پوستکي لاندې هم مخ په زیاتیدو دي. زه په افغانستان کې له ډیرو خلکو سره په تماس کې یم او دوی هم دا وايي چې د طالبانو په مینځ کې د نجونو د زده کړې په اړه د نظرونو جدي اختلاف شته، او د طالبانو مشرتابه، په کندهار کې یوه کوچنۍ ډله، په ډیر کوچني اقلیت کې ده. دا به ولیدل شي چې دا مسله په راتلونکو میاشتو کې څه ډول مخ ته ځي، خو داسې ښکاري چې دا به دوام ومومي.

پوښتنه:

سره له دې چې دا یوه اقلیت ډله ده، خو د طالبانو تر ټولو اغیزمنه برخه ده. نو د طالبانو د مشرانو له هغې ډلې په کندهارکې یې د میشت مشر ملا هبت الله اخوندزاده د نیولو لپاره د جرمونود نړیوالې محکمې پریکړه څومره جدي ده؟ ایا دا حکمونه یوازې سمبولیک دي، یا هغه کولی شي د طالبانو پر چلند او مشروعیت اغیز وکړي؟

ځواب:

د نیولو نړیوال حکمونه یوازې تش سمبولیک نه دي؛ بلکې ریښتیني دي. هغه کسان چې دا حکمونه پرې صادر شوي، که فرصت برابر شي، نیول کېږي. ځینې کسان فکر کوي چې داسې فرصت به هېڅکله رامنځته نه شي، خو دا حکمونه عملي اهمیت لري او ښکاره کوي چې د طالبانو مشرتابه په معتبر ډول د بشریت ضد جنایتونو په ترسره کولو تورن شوي دي؛ په ځانګړي توګه د «جنسیتي ځورونې» په تړاو د طالبانو د دوو مشرانو په اړه.

موږ همدارنګه نه پوهېږو چې ایا د نیولو نور حکمونه هم صادر شوي که نه. د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال په ښکاره ویلي چې نور حکمونه به هم صادر شي. کله ناکله محکمه د نیولو حکمونه پټ ساتي. له همدې امله ممکنه ده چې اوس یا په راتلونکي کې نور حکمونه صادر شي چې په پایله کې به یې د خلکو نیول کېدو ته لاره هواره کړي.

پوښتنه:

په دې وروستیو کې د افغانستان مخلوع ولسمشر اشرف غني ویلي چې که خلک ترې وغواړي نو چمتو دی چې له بحرانه د افغانستان په وتلو کې مرسته وکړي. ایا طالبان به هغه ومني؟ او هغه په عملي ډول د ښځو او نجونو لپاره څه کولی شي؟


ځواب:

زه د بشري حقونو یوچارواکی یم، نه سیاسي، او ستاسو پوښتنه ترډېره سیاسي ده. زه یوازې دا ویلای شم هغه کار چې ښاغلی غني یې کولی شي دا دی چې د ښځو او نجونو د حقونو دفاع ته دوام ورکړي، د هغوی ملاتړ وکړي او هغوی ته دا وښيي چې تر شا یې ولاړ دی. د پوښتنې پاتې برخه زما د تخصص ساحه نه ده، خو زه پرې ځینې شکونه لرم.

پوښتنه:

دې ته په پام چې طالبانو تاسو منع کړي یاست چې افغانستان ته لاړشئ او تاسو د «تبلیغاتو» په کولو تورنوي، څنګه ډاډ ورکوئ چې ستاسو راپورونه دقیق او معتبر دي او د مېدان واقعیتونه منعکسوي؟

ځواب:

زه دا تور په بشپړه توګه ردوم او فکر کوم یوازې طالبان دا ډول ادعا کوي، ځکه چې موضوع معمولاً زما د انتقادونوده. زما راپورونه دقیق دي او پر روښانه او تائید شوې میتودولوژۍ ولاړ دي، چې زه یې بشپړه دفاع کوم. البته که د افغانستان د سفر امکان برابر شي، زه به یې هرکلی وکړم، خو نشتوالی یې زما د کار لپاره لوی خنډ نه دی. زموږ ډېری کار له لرې ترسره کېږي. د ملګرو ملتونو د ځانګړو راپور ورکوونکو د میکانیزم له مخې، له موږ څخه تمه کیږي چې په کال کې دوه، لس ورځني سفرونه ترسره کړو، چې هغه هم د ملګرو ملتونو د مالي بحران له امله یوه سفر ته راکم شوی دی. له همدې امله د کار لویه برخه، که زما وي او که د نورو لکه د ایران او میانمار لپاره زما د همکارانو، آنلاین ترسره کېږي او د هغو کسانو له لارې چې تازه له هېواد څخه وتلي وي. موږ همدارنګه ډېر شریکان لرو چې د معلوماتو د تایید او تصدیق په برخه کې له موږ سره مرسته کوي.

پوښتنه:

د تاسو د خپلو راپورونو په ګډون په سلونو نړیوال راپورونه، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو د پراخو او جدي حقونو د نقض خبره کوي. دغو راپورونو د هغوی پر ورځني ژوند څه ډول عملي اغېز لرلی؟ ډېرې ښځې موږ ته وايي چې د نارضایتۍ، ناهیلۍ او ان داسې احساس کوي چې نه‌ لیدل کېږي.

ځواب:

هغوې دا موضوع له ما سره هم شریکوي او وایي چې منندویې دي چې دغه راپورونه د دوی د اندېښنو غږ نړۍ ته رسوي. د ښځو ګډون زما په کارونو کې زیات دی. په هغه راپور کې چې ما د جون په میاشت کې عدالت ته د لاسرسي په اړه چمتوکړ، له خلکو مې وغوښتل چې خپل مطالب را واستوي؛ ۱۹۳ افغان ښځو له ۲۰ ولایتونو څخه راته معلومات را ولېږل. دا هغه لاره ده چې د ښځو اندېښنې د نړیوالې ټولنې غوږونو ته رسېږي. برسېره پر دې، زما راپورونه د دې لپاره چمتو کېږي چې د بشري حقونو پر شورا او د ملګرو ملتونو پر عمومي اسامبلې اغېز وکړي او موخه یې دا ده چې د افغانستان په اړه نړیوالې تګلارې بدلې کړي. نو زه فکر کوم چې دا راپورونه د افغانستان د وضعیت په هکله د نړیوالې پالیسۍ په جوړولو کې اغېزناک دي.

پوښتنه:

که د افغانستان وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په برخه کې همداسې دوام وکړي او بدلون ونه مومي، نړیواله ټولنه باید د څه تمه ولري؟

ځواب:

زه فکر نه کوم چې وضعیت به همداسې ثابت پاتې شي. هېڅ حالت تلپاتې نه وي. موږ لیدلي چې شرایط په تدریج خراب شوي، خو بالاخره به یوه مهمه شیبه راورسېږي چې وضعیت به ښه شي؛ تر ډېره په دې خاطر چې خپله افغانان به دا ډول شرایط د اوږدې مودې لپاره و نه مني، او بل داچې دوی به د ملګرو ملتونو او د نړیوالې ټولنې د نورو غړو له ملاتړ څخه برخمن وي. بله مهمه موضوع د حساب ورکونې مسئله ده. لکه څنګه چې تاسو وویل، د جرمونو د نړیوالې محکمې د نیولو حکمونه صادر شوي دي. همدارنګه ځینو هېوادونو د عدالت له نړیوالې محکمې سره دوسیې ثبت کړي دي. تېره میاشت د بشري حقونو شورا هم یو نوی نړیوال تحقیقاتي میکانیزم جوړ کړ چې هدف یې په بېلابېلو هېوادونو کې د تورنو کسانو د محاکمې لپاره د جزایي دوسیو چمتو کول دي. په دې ترتیب د حساب‌ ورکونې په برخه کې، فشارونه زیاتېږي او پایله به ورکړي. هغه کسان چې له بشري حقونو څخه سرغړونو او نړیوالو جنایتونو ته دوام ورکوي، بالاخره به ورسره حساب کتاب وشي. دا پروسه وخت غواړي، خو د عدالت څرخونه به بالاخره حرکت وکړي.

پوښتنه:

تاسو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ خبره وکړه، خو داسې ښکاري چې د نړیوالې ټولنې د غړو ترمنځ د بشري حقونو، په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو په اړه، د نظراختلاف شته. ایا د سیمې لوبغاړي لکه ایران، روسیه او چین د افغانستان د بشري حقونو موضوع ته اهمیت ورکوي؟

ځواب:

هغه څه چې موږ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلې او د بشري حقونو په شورا کې لیدلي، د افغانستان د ښځو د حقونو په اړه څرګنده اجماع ده. د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو چلند په نړیواله کچه غندل شوی، حتی د هغو هېوادونو له لوري هم چې تاسو یې نوم واخیست. تېره میاشت د بشري حقونو شورا پرله ‌پسې دریم کال د افغانستان په اړه یو پریکړه لیک تصویب کړ اوهغه هم پرته له دې چې پرې رایې واخیستل شي، ځکه چې اجماع موجوده وه. اختلاف په دې کې دی چې له طالبانو سره څه ډول چلند وشي. ځینې هېوادونه باور لري چې د تعامل، خبرو او سوداګرۍ دوام، له طالبانو سره غوره لاره ده. ځینې نور بیا باور لري چې دې لارې نتیجه نده ورکړې. زه د خبرو اترو پلوی یم، خو د «عادي کولو» پلوي نه یم.

پوښتنه:

له «عادي کولو» هدف څه دی؟

ځواب:

عادي‌ کول یعنې یو داسې رژیم چې له نړیوال نظره مجرم پېژندل شوی او له بشري حقونو او نړیوالو قوانینو څخه یې پراخې سرغړونې کړي، د یوه عادي حکومت په توګه ومنل شي. دا یعنې طالبانو ته اجازه ورکړل شي چې ډیپلوماتان واستوي، په نړیوالو غونډو او مجلسونو کې ګډون وکړي او په دې ډول دا پیغام ورکړل شي چې د طالبانو اوسنی چلند د منلو وړ دی؛ حال دا چې داسې نه ده. افغانستان کې له لسیزو راهیسې معافیت حاکم و، یعنې د جرم له ترسره کولو سره حساب نه کول. خو له نړیوالو قوانینو د ښکاره اوعمدي سرغړونو لپاره باید پایلې موجودې وي.

پوښتنه:

ایا تاسې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د بشري حقونو په وضعیت کې کوم معنا لرونکی پرمختګ وینئ؟

ځواب:

هیله لرم چې د تعلیم په برخه کې بدلونونه رامنځته شي. خو اړتیا ده چې ډیرې ګډې برخې په نښه کړو: دا چې په کومه برخه کې همکاري کولای شو او له کومه ځایه پیلولی شو. یوناما دا مهال د مخدره موادو پر ضد مبارزې او خصوصي سکتور باندې کار کوي او هڅه کوي چې ښځې په اقتصادي فعالیتونو کې شاملې کړي. دا هغه برخې دي چې د همکارۍ زمینه جوړولی شي. ځینې نور د چاپېریال ساتنې یا د ماین پاکۍ یادونه کوي چې د ګډ کارفرصت کېدای شي. همدارنګه د معلولیت لرونکو کسانو وضعیت هم کیدای شي د همکارۍ یوه برخه وي. دا هغه زمینې دي چې ښایي وکولای شي د بشري حقونو د وضعیت له ښه کیدو سره مرسته وکړي.