اسراییل د فلسطینانو اسلامي جهاد ډله تورنه کړه چې په غزه کې د یوه بل برمته د مړي د پاتې شونو په ورسپارلو کې په ځنډ سره یې له نازک اوربند څخه سرغړونه کړې.
د فرانسپرس په وینا دې ډلې د دوشنبې په ورځ وویل چې د غزې په مرکزي برخه کې د لټون د عملیاتو په ترڅ کې د یوه برمته د مړي ځای په نښه کړی دی. د دې ډلې یوې سرچینې د خپل هویټ د پټ ساتلو په شرط تایید کړې چې دغه مړی د هغو وروستیو دریو یرغملو له ډلې د یوه دی چې د دې ډلې په ولکه کې دي.
د اسراییل د صدراعظم بینیامین نتانیاهو دفتر په یوه بیان کې وویل چې په فوري توګه د موندل شوي مړي نه ورسپارل ډیرجدي او هغه له شوې موافقې څخه یوه بله سرغړونه بولي او غوښتنه کوي چې د یرغمل شویو د وروستیو درې مړي دې هم وروسپارل شي.
د اوکتوبر له لسمې راهیسې، له کله چې د امریکا په منځګړیتوب د اسراییل او حماس ترمنځ پراوربند موافقه شوې، حماس ټول شل ژوندي یرغمل اسراییل ته سپارلي او هم یې د مړو شویو اته ویشتو یرغملو له ډلې د ۲۵ هغو مړي یا د مړي پاتې شونې اسراییل ته ورکړي دي.