حامد کرزي پر افغانستان د پاکستان تازه هوایي بریدونه په کلکه وغندل

د افغانستان پخواني ولسمشرحامد کرزي پرخوست، کونړ او پکتیکا د پاکستان نوي هوایي بریدونه په کلکه غندلي دي.

ښاغلي کرزي نن سې شنبې په خپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې ویلي، دغه بریدونه چې د ده په خبره کوچینیان او میرمنې پکې شهیدان شوي، د ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل ګڼي. هغه له پاکستانه غوښتي چې له افغانستان سره د نړیوالو اصولو او د ښه ګاونډیتوب پربنسټ اړیکې خپلي کړي، عاقبت اندیشي وکړي او د تخریبي او دښمنانه پالیسو له تکرارولو دې ډډه وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرخپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې وویل چې د پاکستان پوځ په خوست، کونړ او پکتیکا کې بمباري کړې چې په نتیجه کې یې ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې.

د مجاهد په خبره د خوست د ګربزو په مغلګۍ سیمه کې د پاکستان پوځ د شپې شاوخوا ۱۲ بجې پریوه کور بمبار کړی چې لږ تر لږه ۹ ماشومان، ۵ هلکان او ۴ نجونې او یوه ښځه پکې وژل شوي دي. ښاغلي مجاهد همدارنګه په کونړاو پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې د ۴ ولسي وګړو د ټپي کیدو خبره کړې خو هغه ندي ویلي چې د پاکستان د دغو نویو بریدونو په وړاندې به د طالبانو د حکومت غبرګون څه وي.

تردې مخکې د طالبانو د حکومت چارواکو پاکستان ته خبرداری ورکړی وچې پرافغانستان هرډول احتمالي برید ته به کلک ځواب ووايي.

پاکستان دغه بریدونه چې تراوسه یې رسماً ندي تایید کړي وروسته له هغې کوي چې د اوکتوبر په نهمه پرکابل او پکتیکا د پاکستان د هوایي بریدونو وروسته د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تیره میاشت د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې خونړۍ نښتې وشوې چې د دواړو خواوو ځواکونو ته پکې ډېره مرګژوبله واوښته. له دغو نښتو وروسته د اکتوبر په ۱۹ په دوحه کې اوربند وشوچې د ټینګښت اود دواړو لورود اختلافاتو د هواري لپاره یې په استانبول کې د خبرو دوه نور پړاوونه هم ترسره شول چې بې نتیجې پای ته ورسیدل.