نن په ۱۷ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ( پولیو) واکسین پیلېږي

ارشیف

د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې نن د پولیو واکسین څلور ورځنی کمپاین پیلېږي. د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کمپاین کې به له پنځو کلونو څخه کم عمره ۷ میلیونه ماشومان واکسین شي. په ورته وخت کې په افغانستان کې یو شمیر کورنۍ د کور په کور د واکسین د تطبیق غوښتنه کوي.

د پولیو ضد کمپاین نوی پړاو به نن، دوشنبه (د قوس په ۳مه) د افغانستان بېلابېو برخو د ۱۷ ولایتونو په ۱۷۹ ولسوالیو کې پیل شي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د پولیو ضد واکسین کمپاین په څلورم پړاو کې، چې (د قوس تر ۶مې) پورې به دوام وکړي، شاوخوا ۷.۴ میلیونه د پنځو کلونو کم عمره ماشومان به د پولیو ویروس په وړاندې واکسین شي.

د دې خبرپاڼې له مخې، دا کمپاین به د افغانستان په مرکزي، جنوبي، ختیځ، لویدیځ، شمالي او شمال ختیځو برخو کې پلي شي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د واکسیناسیون ټیمونه به د کمپاین په جریان کې په ځانګړو سیمو کې موجود وي او له میندو، پلرونو او د کورنۍ له مشرانو یې غوښتي چې د دې ځایونو په اړه ځانونه خبر کړي او خپل ماشومان چې له پنځو کلونو کم عمر لري، واکسین ته بوځي.

خو په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا له وزارته غوښتنه کوي چې د پولیو واکسین کمپاین د پخوا په څیر کور په کور تګلارې ته بدل کړي، ترڅو هیڅ ماشوم د بېلابېلو دلایلو له امله له واکسینه پاتې نه شي.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې خلک هڅه کوي خپل ماشومان د واکسین مرکزونو ته بوځي، خو ټینګار یې وکړ چې د کور په کور تګلارې کې، ټولو ماشومانو ته واکسین ته لاسرسی تضمینېدای شي."موږ په کور کې د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکی ماشوم لرو، پخوا د پولیو واکسین کمپاین کور په کور پلي کیده، چې خورا اسانه و ځکه چې کورنۍ د ماشوم د لیږدولو او تګ راتګ په اړه اندیښنه نه درلوده، خو اوس چې واکسین یوازې په جوماتونو کې تطبیقېږي، طبعاً ستونزې رامنځته کیږي، لومړی دا چې ځینې کورنۍ ممکن د وخت او ځای په اړه یې دقیق معلومات ونه لري،دوهم، له ماشومانو سره تګ راتګ ستونزمن دی، په ځانګړې توګه د هغو میندو لپاره چې یوازې دي یا څو کوچني ماشومان لري."

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی چمن ګل هم وايي چې په پخوانۍ طریقه کې واکسیناتورانو کور په کور ګرځېدل، او هغو ماشومانو ته یې لاسرسی برابراوه چې کورنۍ یې د واکسین مرکزونو ته د وړلو توان نه درلود."مخکې چې څه ډول کمپاین پلي کېده او دروازه په دروازه هېڅ ماشوم له واکسینه نه پاتې کېده، اوس دږی له واکسینه پلتې کېږي، ځکه اوس واکسین جومات په جومات او سیمه په سیمه دی او واکسیناتوران نه شي کولای کورونو ته راشي."

"له پولیو څخه پاک افغانستان" بنسټ هم په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا کمپاین به په کابل، بلخ، کندز، هرات، نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، ارزګان، کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې پلي شي.

دې بنسټ له افغانانو غوښتي چې د پولیو په له منځه وړلو کې همکاري وکړي او د دې ناروغۍ څخه پاک افغانستان په جوړولو کې خپله ونډه ادا کړي.

په ننګرهار ولایت کې یو واکسیناتور، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، هم په جوماتونو او سیمو کې د واکسین پلي کولو طریقه بې اغیزې ګڼي او د طالبانو له حکومته غواړي چې د واکسین بهیر په کور په کور بیا پلي کړي."زموږ تجربې ښيي چې دا طریقه د ډیری کورنیو له ستونزو سره مخ کوي ځکه چې واکسیناتوران کور په کور نه ځي او ټول ماشومان نه واکسین کیږي، دا یوه جدي تشه ده چې باید حل شي، د پولیو له منځه وړل به تر هغه ممکن نه وي تر څو چې کور په کور پروسه تنظیم نه شي."

د طالبانو حکومت شاوخوا یو کال وړاندې د پولیو واکسین د کور په کور تطبیق طریقه بدله کړه او اوس د پولیو واکسین په جوماتونو، روغتیايي مرکزونو او مختلفو سیمو کې تطبیقېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان په دې وروستیو کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د پولیو واکسین د کور په کور کمپاین نه پلي کول ماشومان، په ځانګړې توګه نوي زیږیدلي ماشومان، د پولیو واکسین څخه د محرومیت له جدي خطر سره مخ کوي.

دغه سازمان ویلي چې سږ کال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې یوه د بادغیس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې او بله په هلمند ولایت کې ده.

افغانستان او پاکستان یوازیني هیوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې لا تر اوسه په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.

روغتیا پالان وايي چې پولیو یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې واکسین کولای شي د دې ناروغۍ څخه د ماشومانو ژوند وژغوري.