سړو سیمو کې د ښونځیو کلنۍ ازموېنې پېل شوې، له شپږم ټولګي فارغېدونکې نجونې ناهیلې دي

ارشیف

د افغانستان په سړو سیمو کې نن شنبه ( د قوس/لیندۍ لومړنۍ) د ښوونځيو له څلورم تر دولسمو ټولګیو پورې زده کوونکو کلنۍ ازموینې پیل شوې.

له دې ازموینو ورسته به هلکان له دولسمو ټولګيو فارغ او کانکور ازموینې ته چمتوالی نیسي، خو نجونې به له شپږم ټولګي تر فارغېدو وروسته په کور کیني.

" زما هیله ده چې یوه ډاکټره شم، خو بدبختانه چې اوس نه شم کولای خپلو زده کړو ته دوام ورکړم."

غواړم مونږ ته د زده کړې زمینه برابره شي، چې تر دې ورسته هم زده کړه وکړو
سپوږمۍ

دا د شپږم ټولګي د زده کوونکې سپوږمۍ خبرې دي چې وایي، غوښتل یې ډاکټره شي، خو اوس تر شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه نه لري." غواړم مونږ ته د زده کړې زمینه برابره شي، چې تر دې ورسته هم زده کړه وکړو، تر دولسم ټولګي پورې، پوهنتون ووایو، خپل درسونه ووایو او د دې درسونو له لارې خپل هیواد ته خدمت وکړو، خپلو خلکو لپاره یو څه وکړو، نو اوس فعلاً که مونږ تولګي نه فارغ شو په کور به ناست وو. "

د افغانستان په سړو سیمو کې له څلور تر دولسم ټولګي پورې د ښوونځیو کلنۍ ازموینې نن د قوس لومړۍ نېټه پیل شوې.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویلي، چې دا ازموینې به د همدې میاشتې تر ۱۵ نېټې دوام وکړي.

د کابل د احمد شاه بابا مینې ( ارزان قیمت ) سیمې اوسېدونکې کلثوم هم ازادي راډیو ته ورته خبره وکړه ویې ویل، دا چې نور نه شي کولای زده کړو ته دوام ورکړي له دې امله سخته خپه ده:" زه په شپږم صنف کې یم او طالبان له شپږم ټولګي ها خوا اجازه نه ورکوي، زه هم خپه یم او صنفیان مې هم خپه دي، زمونږ د طالبانو له حکومت غوښتنه ده چې زمونږ مکتبونه بېرته خلاص کړي. "

د طالبانو حکومت پر افغانستان تر بیا واکمنېدو ورسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع کړې دي چې له امله یې په میلیونونه دوی د زده کړو له دوام پاتې دي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویلي وو چې دا کار دوی د خپل مشر ملا هبت الله اخندزاده په لارښوونه کړی او تر بل امر پورې به ځنډېدلې وي.

دوی ورسته پوهنتونونو کې هم د نجونو تعلیم بند او ان د زده کړو طبي موسسو کې یې هم له زده کړو راوګرځولې.

د زده کړو د برخې یو شمیر فعالین له دې ډلې شکیبا داود ازادي راډیو سره په خبرو کې، په نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو په سازمانونو او د افغانستان په خلکو غږ وکړ چې د افغان نجونو ملاتړ وکړي، ځکه په خبره یې د افغانستان راتلونکی د ښوونځي په لاره تېرېږي نه د تړلو دروازو په لاره.

یو انساني ناورین دی، د ماشومانو په وړاندې تاوتریخوالی او د افغانستان په راتلونکې مستقیم برید دی
شکیبا داود

هغې وړاندې ازادي راډیو ته وویل:" دا پرېکړه یوازې یوه ښوونیزه پرېکړه نه ده، یو انساني ناورین دی، د ماشومانو په وړاندې تاوتریخوالی او د افغانستان په راتلونکې مستقیم برید دی، کله چې نجونې ښوونځی ته ولاړې نشي، اجباري ودونه زیاتېږي، بې وزلي پراخېږي، د نجونو سلامتیا ته زیان رسېږي او ټولنه ورسته پاتې کېږي، په نړۍ کې هیڅ هیواد هم د نجونو له زده کړو پرته پرمختګ نه دی کړی، زده کړه یو حق دی نه امتیاز، هیڅ حکومت، هیڅ ایډیالوژي دا حق نه لري چې ماشومان له خپلې راتلونکې بې برخه کړي. "

د یادونې ده چې طالبانو حکومت له خوا پر افغان نجونو د زده کړو بندیز په کور دننه او په نړیوال کچه له غبرګونونو سره مخ دی او په وار، وار له دوی غوښتل شوي چې دا محدودیت ختم کړي، خو دوی چې ادعا کوي په افغانستان کې یې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي کړي تر اوسه په دې برخه کې خپل دریځ نه دی بدل کړی.

د نومبر په ۲۰ د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله ایکس پاڼه د طالبانو له حکومت وغوښتل، څومره ژر چې کېږي د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

مخکې د ملګرو ملتونو بېلابیلو سازمانونو، یونسف، یونسکو، د ماشومانو د ساتنې سازمان ( سیف د چلدرن) او ګڼو نورو نړیوالو سازمانونو هم د طالبانو له حکومت دا غوښتنه کړې ده.