د ملګرو ملتونو په مشرۍ یوه ارزونه ښيي چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلو سیمو د کورونو، ښونځیو او کلیدي خدمتونو بیا رغونه څه باندې ۱۲۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
رویټرز پرون چهارشنبه ( د لړم ۲۸مه) راپور ورکړ چې ( د بیړنیو اړتیاوو بیرته په پښو درولو) په نوم دغه ارزونه د نړیوال بانک، اروپایي ټولنې، او اسیایي پراختیا بانک له خوا شوې ده.
دوی په کونړ، ننګرهار او لغمان کې د کورونو، روغتیایي مرکزونو، اوبو رسولو سیستمونو او کرنیزو ځمکو د بیا رغونې لپاره درې کلن پلان تشریح کړی.
دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستې کمې شوې دي.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې سږ کال افغانستان کې درې اعشاریه دوه میلیارده ډالرو ته اړتیا لري او ۲۰۲۶ کال کې به اړتیا په همدې کچه وي، خو په وینا یې تراوسه د اړتیا وړ پیسو نژدې نیمایي برخه ور رسیدلې ده.
د افغانستان په ختیځ کې د وږي میاشتې زورورې زلزلې له کبله له دوو زرو ډېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او شاوخوا ۳۶۰۰ نور ټپیان شول.