د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه اندیښنه څرګنده کړه

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د افغان کډوالو د جبري اخراج په اړه اندیښنه څرګنده کړې او په ځانګړي توګه یې د دریو بې سرپرسته افغان ماشومانو جبري ستنولو قضیې ته پام اړولی.

UNHCR د سې شنبې په ورځ په یوه په خپره کړې اعلامیه کې وویل چې دغه ماشومان پرته له دې چې مناسب خوندیتوب یا د زیانونو خطرته یې پام وشي، په دې وروستیو کې له پاکستانه ایستل شوي دي.

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنیرۍ له پاکستان څخه وغوښتل چې هغه کسان دې له خپلې خاورې نه باسي چې افغانستان ته د بیرته ستنولو په صورت کې یې ژوند له خطر سره مخ کیږي. د دې ادارې په وینا په تیره ماشومان او نورو زیانګالو ډلو ته باید پاملرنه وشي.

دغه اندیښنې داسې مهال راپورته کیږي چې پاکستان په دې وروستیو کې له خپلې خاورې د افغانانو د ایستلو لړۍ تیزه کړې ده.

د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت په وینا پاکستان یوازې د دوشنبې په ورځ نژدې اته زره افغانان له خپلې خاورې ایستلي او افغانستان ته یې ستانه کړي دي. تردې یوه ورځ مخکې هم هغه هیواد له ۷۷۰۰ زیات افغانان ایستلي و.