د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو د مرستې صندوق یونیسیف وايي اسراییلو د غزې ماشومانو ته د واکسین د ستنو او د شیدو د بوتلونو د لېږد مخه نیولې ده.
یونیسیف پرون وویل، په داسې حال کې چې په غزه کې حساس اوربند ټینګ دی دې ادارې د غزې د ماشومانو د واکسین لپاره یو پراخ کمپاین پیل کړی دی خو وايي اسراییل اجازه نه ورکوي ۱،۶ میلیون ستنې او هغه یخچالونه چې د شمسي هندارو په وسیله کار کوي، غزې ته انتقال کړي.
د یونیسیف ویاند ریکاردو پایریس وویل دا ستنې له تېرې اګست میاشتې راهیسې په ګمرک کې پاتې او د اسراییلو اجازې ته په تمه دي.
د اسراییلو د پوځ هغې څانګې چې پر مرستو څارنه کوي ویلي دي چې غزې ته د واکسین د ستنو مخه نه نیسي خو غواړي دا خبره یقیني کړي چې حماس ډله د مرستو له موادو څخه ګټه پورته نه کړي.