د امریکا سنا جرګې د دوشنبې په ورځ ناوخته د امریکا د حکومت د لګښتونو د تمویل لایحه تصویب کړه چې له مخې یې حکومتي چارې بیرته پیلیږي.
د سنا جرګې ۶۰ غړیو دغې لایحې ته چې د ۲۰۲۶ کال د جنوري میاشتې ترپایه پورې د حکومتي چارو لګښتونه تامینوي، رایه ورکړه او ۴۰ نورو ورته منفي رایې وکارولې.
دغه اقدام وروسته له هغې کیږي چې له څه باندې ۴۰ ورځو راهیسې اکثریت حکومتي ادارې تړل شوي او د فدرالي ادارو په لسګونو زره کارکونکي له تنخواوو بې برخې شوي او هم عامه خدمات له ګډوډۍ سره مخ شوي دي.
دغه لایحه باید د استازیو جرګه هم تصویب کړي او وروسته به یې ولسمشرډونالډ ټرمپ توشیح کوي. په پام کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د استازیو جرګه د دغې لایحې په اړه رایې واخلي.