د طالبانو حکومت د مذاکراني پلاوي یو غړي چې ویې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي د جمعې په ورځ له استانبول «د نومبر پر ۷ مه» ازادي راډیو وویل چې د دوی د حکومت او پاکستاني اړخ تر منځ دا درې ورځني مذاکرات نن په دویمه ورځ هم کېږي او د «درېدو ګونګوسي یې ردوي.»
یو شمیر پاکستانۍ رسنیو د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې د چمن-سپین بولدک په سیمه کې د کرښې په اوږدو له نښتې وروسته د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ خبرې اترې وځنډول شوې.
خو د ازادي راډیو مشال څانګې بیا راپور ورکړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې چمن کې د ډیورند کرښې په اوږدو د دواړو خواوو ترمنځ له لنډې نښتې وروسته، له طالبانو سره اوربند لا هم دوام لري.
د طالبانو چارواکي وایي چې که دا ځل برید پرې وشي، د خپلو مشرانو له لارښوونو سره سم ځوابي برید ته چمتو دي.
د مشال د راپور پر بنست استانبول کې د دریم پړاو خبرو اترو موضوع د "څارنې او تایید میکانیزم" لپاره یو چوکاټ ورستي کول دي چې د تیرې اونۍ د دواړو خواوو په غونډه کې پرې موافقه شوې وه.
دا خبرې د دوو ورځو لپاره پلان شوې دي خو ځیني سرچینو خبر ورکوي که چیرې اړتیا وه؛ ښایي نورې هم تمدید شي.
دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د «نومبر پر ۶مه» له غرمې وروسته د چمن - سپین بولدک سیمه کې د پاکستان د بریدو له امله یو شمیر افغان ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.
په سپین بولدک کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو امر محمد علي حقمل د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل"پرون د مازدیګر څلور او پنځلس دقیقې وې چې پاکستاني لوري د اوربند نقض وکړ، ترکیه چې کومې خبرې شروع دي د هغو احترام یې ونه کړ او ډزې وکړې، خو زموږ د اسلامي امارت مجاهدینو د اطاعت او اوربند د نه نقض او د خبرو احترام لپاره یې دوی ته ځواب ورنه کړ، خو پاکستان بې رحمانه هاوانونه راوتوغول، چې ځینو کورونو یې غټې مرمۍ ولګېدې تر شپږو کسان یې شهیدان پنځو یا شپږو پورې کسان ټپیان دي، دا ټول ملکیان دي."
نوموړی د پاکستان له خوا د دغه برید د لامل په اړه د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې د پرونیو بریدونو او وېرې له امله ګڼ افغانان له سپین بولدکه وتلي او له خپلو سیمو بې ځایه شوي چې ګڼو ننګونو سره مخ دي.
دا طالب چارواکی وایي، که پاکستانی لوری بیا پرې برید وکړي دوی به د خپلو مشران په لارښوونه ځوابي بریدونه په بشپړه توګه چمتو دي.
په دې اړه نور: پاکستان په استانبول کې طالبانو ته یو طرحه وړاندې کړېد کندهار ولایت سپین بولدک ته څېرمه وېش سیمه کې د یوې کورنۍ غړي چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل یوازې د دوی له کورنۍ درې ښځینه او یو نارینه د پاکستاني ځواکونه په برید کې ووژل شول او کابو دولس کلیوال یې ټپیان دي. دی وايي"دلته د کورونو منځ کې د هدیرې سره نږدې سیمه کې؛ یوه زما د کاکا مېرمن، دوه نورې ښځې کور کې او یو نارینه شهیدان شوي چې ټول څلور کسان دي."
د طالبانو او پاکستان د پلاوو ترمنځ د قطر او ترکیې په منځګړیتوب دوهم پړاو خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د پنجشنې په ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دوی ځواکونو د مذاکراتي پلاوي د درناوي او د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر کوم غبرګون نه دی ښودلی.
مجاهد ټینګار کړی چې په تېر پړاو خبرو کې دواړو لوریو تر منځ د اوربند د غځېدو او د تجاوز په نه کېدو هوکړه شوې وه.
خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت بیا د پنجشنبې په ورځ خپله ایکس پاڼه ادعا کړې چې ډزې د طالبانو له خوا پیل شوې او د دوی ځواکونو یې په غبرګون سنجول شوی او مسوولانه ځواب ورکړ، هغه څه یې طالبان یې ردوي.
په دې اړه نور: پاکستاني پوځیانو نن د کندهار پر سپین بولدک ډزې کړېد طالبانو او پاکستان حکومت د پلاویو ترمنځ د قطر او ترکیې په منځګړیتوب دوهم پړاو خبرې چې د اکتوبر له ۲۵ مې تر ۳۰ مې پورې په استانبول کې وشوې، درې ورځې بې نتیجې پای ته ورسېدې، او دواړو لوریو یو بل د خبرو د پرمختګ په برخه کې په نه همکارۍ تورن کړل.
خو دې خبرو د دوه نورو ورځو لپاره هم دوام وکړ چې بیا د اوربند د دوام پر هوکړې پای ته ورسیدې، او په دریم پړاو خبرو ترسره کېدو هم توافق وشو.
دریم پړاو یې پرون د پنجشنبې په ورځ «د نومبر پر ۶مه» د مازدیګر پر څلورو بجو پیل او نن یې دویمه ورځ ده.
دا خبرې اترې تر هغه وروسته پیل شوي چې پاکستان د « اکټوبر په ۹مه» په کابل او پکتیکا کې هوایي بریدونه ترسره کړل چې ګڼو ملکي افغانانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته او په تعقیب یې بیا د کرښې په اوږدو کې د دواړو لوریو تر منځ نښې وشوې چې مرګ، ژوبله یې هم درلوده.