پاکستاني رسنیو دا خبره د پاکستان د پوځ د ویاند جنرال احمد شریف چوهدري په حواله کړې ده.
چوهدري د دوشنبې په ورځ په یوه ناسته کې خبریالانو ته ویلي: اسلام اباد له واشنګتن سره داسې کومه هوکړه نه لري چې په اساس یې پر افغانستان برید ته اجازه ورکړي.
د پاکستان د پوځ ویاند دا خبره داسې وخت کړې چې د راپورونو له مخې طالب چارواکو له هغې ډلې د دوی د حکومت جګپوړي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي امریکايي ډرونونه د پاکستان له لارې افغان خاورې ته دننه کېږي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ تېره میاشت خونړۍ نښتې وشوې خو بیا د قطر او ترکیې په منځګړیتوب دواړو خواو اوربند ته غاړه کېښوده.
تمه ده د نومبر په شپږمه د اوربند د دوام او اړوندو چارو په اړه یو وار بیا طالب او پاکستاني چارواکي او د نورو هېوادونو منځګړي مرکچیان سره جرګه شي.