د پاکستان پوځ د پاکستاني طالبانو د یوه مهم قوماندان د وژلو ادعا کوي. د پوځ مطبوعاتي څانګې نن په یوه اعلامیه کې وویل چې د قاري امجد په نوم د پاکستاني طالبانو دا قوماندان په باجوړ کې وژل شوی دی.
اعلامیه زیاتوي چې قاري امجد او درې نور وسله والو د افغانستان له خاورې پاکستان ته د ننوتو پرمهال په نښه شوي دي.
د پوځ د اعلامیې له مخې قاري امجد د پاکستاني طالبانو د تحریک TTP د مشر نورولي محسود مرستیال او د دې ډلې د مشرتابه شورا غړی و. په بیان کې راغلي دي چې نوموړي په یوشمېر وسله والو حملو کې لاس درلود. پاکستان ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو مشران په افغانستان کې فعال دي، خو طالبانو دا تور بیا بیا رد کړی دی.