د طالبانو د حکومت سرچینې وایي چې پاکستاني مرکچیان بېرته له دوی سره د خبرو بهیر ته راستانه شوي دي.
د استانبول له مذاکراتو باخبرو د طالبانو ډیپلوماتیکو سرچینو ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان مرکچي پلاوی چې پاکستان ته روان شوی و، بېرته خبرو ته راګرځول شوی دی او نن پنجشنبه بیا خبرې پیلېږي.
په عین حال کې رویټرز خبري آژانس د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې د دواړو لورو ترمنځ خبرې نن بیا پیلېږي.
سرچینو رویټرز ته ویلي دي چې د دواړو هېوادونو مرکچي پلاوي اوس مهال په استانبول کې دي. د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت تراوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
پرون له دې مخکې پاکستاني چارواکو ویلي و، چې د استانبول خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلې دي. او وروسته د ملګروملتو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په یوه خبري غونډه کې د دې خبرو د ناکامۍ په اړه اندېښنه وښوده.