د ملګروملتونو د ښځو څانګه وایي، په وروستیو کې په افغانستان کې د انټرنیټ او ټیلفوني اړیکو پریکیدو وښودله چې د افغان ښځو لپاره اړیکه څومره مهمه ده ـ او کله چې دا اړیکه له لاسه ورکړل شي، نوهیله له منځه ځي او ځای یې انزوا نیسي.
د ملګروملتونو د ښځوڅانګې دغه څرګندونې پرون چهارشنبې پرخپله ایکسپاڼه د اکتوبر د ۲۹، د انټرنیټ نړیوالې ورځې ته په اشاره کړې دي. دې ادارې په یوه راپورکې چې د اوکتوبرپه ۱۶ یې په خپله ویبپاڼه کې خپورکړی ویلي: کله چې طالبانو انټرنیټ بندکړ، ښځو د خپل ژوند د بقا لپاره د زده کړې او له یوبل سره د مرستو فرصت له لاسه ورکړ. د راپورله مخې د انټرنیټ او ټیلفوني اړیکو له بندیدو سره په افغانستان کې په ملیونونو ښځې او نجونې غلې شوې. دغه راز ویل شوي چې د هغو کسانو لپاره چې انټرنیټ ته یې لاسرسی درلود، بندیدو یې له بهرنۍ نړۍ سره وروستۍ اړیکه پرې کړه - هغه نازکه اړیکه چې د دوی د زده کړې، کار او هیلې یې ژوندۍ ساتلې وې. د روانې میاشتې په پیل کې د طالبانو له خوا په ټول افغانستان کې د ۴۸ ساعتونو په مخه د انټرنیټي او موبایل ټیلفوني خدماتو له بندیدو سره د نورو برخو ترڅنګ ښځو او نجونو هغه فرصت هم له لاسه ورکړچې انلاین یې زده کړې کولې.