ترکیې د نژدې ۱۱ میلیارد ډالر په ارزښت له برتانیا سره د ۲۰ ټایفون یوروفایټر جټ الوتکو د پېرلو تړون لاسلیک کړ.
دا قرارداد پرون دوشنبې په انقره کې د برتانیا له صدراعظم کایرسټارمر سره د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په کتنه کې لاسلیک شو. دا د ترکیې او برتانیا ترمنځ د دفاعي همکاریو یو نوی مورد دی.
څارونکي وايي، د دې معاملې بیه ډېره لوړه او غیرعادي ده.
د ترکیې دفاع وزارت ویلي دي چې غواړي ۲۴ نورې جټ الوتکې له عمان او قطر څخه هم وپېري.
ترکیه په پام کې لري چې خپل هوايي ځواک پیاوړی کړي او د اسراییل په څېر له سیمه ایزو سیالانو سره خپل واټن راکم کړي.