افغانه فعاله نیلا ابراهیمي د ملګروملتونو له خووا د دوامدار پرمختګ لپاره د اولسو ځوانو رهبرانو په ډله کې نومول شوې ده.
د دې دوه کلن پروګرام لپاره له ۱۵۰ هېوادونو څخه له ۳۳ زرو ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې وه.
نیلاابراهیمي چې اوس په کاناډا کې اوسېږي، د شنبې په ورځ پر خپله انسټاګرام پاڼه ولیکل، ډېره خوشاله ده چې کولای شي د دومره ډېرو الهام بښونکو فعالانو په ډله کې د افغان نجونو استازولي وکړي.
نوموړې وايي چې په راتلونکو دوو کلونو کې به له ملګروملتونو او شریکانو سره یې په ګډه د دوامداره پرمختګ لپاره کار وکړي. آغلې ابراهیمي ویلي دي چې دا به به د هِر سټوري HerStory په نوم د بنسټ د ملاتړ له لارې له نادولتي ټولنو سره ګډ کار وکړي او د افغان نجونو او نورو محرومو ټولنو د هیلو لپاره به په نړیوالو سیاسي خبرواترو کې ګډون وکړي.
نیلا ابراهیمي د هرسټوري له موسسانو څخه ده. دا بنسټ د افغان نجونو د زړورتیا، مقاومت او هیلو داستانونه نړیوالو ته بیانوي.