د ترکیې ولسمشر له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې پر اسراییل فشار زیات کړي څو د غزې اوربند رعایت کړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي متحدایالات او نور هېوادونه باید پرې نه ږدي چې اسراییل د غزې د اوربند له تړون څخه سرغړونه وکړي.

د هغه متن له مخې چې د ترکیې د جمهوري ریاست دفتر رسنیو ته استولی دی اردوغان ویلي، نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول متحدایالات باید نورې هڅې وکړي څو دا یقیني کړي چې اسراییل د اوربند موافقه په بشپړ ډول رعایت کوي.

هغه ویلي چې اسراییل باید د بندیزونو یا دې هېواد ته د وسلو پر لېږد د بندیز له لارې دې ته مجبور کړل شي چې خپلې ژمنې عملي کړي.

د ناټو غړې ترکیه چې پر غزې د اسراییل د بریدونو له کلکو منتقدانو څخه ده، په غیرمستقمو خبرو کې له ګډون وروسته د اوربند د خبرو له منځګړو څخه هم وه.