د طالبانو او پاکستان د اوربند د هوکړې په اړه دویم دور ناسته سبا په استانبول کې ترسره کېږي.
دواړو خواوو د اکتوبر په اتلسمه په دوحه کې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په اوربند سلا کړې وه.
د طالبانو دفاع وزیر چې د افغانستان په استازولۍ د پاکستان له دفاع وزیر سره د اوربند هوکړه لاسلیک کړه وايي چې په استانبول کې به د اوربند د پلي کېدو په لارو چارو او داسې میکانیزم خبرې کیږي نه یواځې افغانستان او پاکستان بلکې سیمه کې دوامداره سوله او ټیکاو رامنځته کړي.
د دوحې په هوکړه کې په سمدستي اوربند ژمنه شوې وه چې ورسره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو تر منځ سختې نښتې ودرېدې که څه هم له ځینو سیمو د پاکستان د توغندیزو بریدونو راپورونه خپاره شول.
هلته طالبانو هوکړه کړې وه چې د پاکستان ضد ډلو څخه ملاتړ ونه شي.