د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو له بندوالي وروسته دواړو لورو ته د اړینو خوراکي موادو بیې پورته شوې دي.
رویټرز اژانس د بیلګې په توګه پاکستان کې د رومیانو بیې ته کتنه کړې چې پاکستان کې یې یوه کیلو په شپږ سوه کلدارو پلورل کیږي او دغه بیه د جګړې مخکې مودې پرتله پنځه برابره زیاتوالی ښيي.
په تورخم کې یوه پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودو په شرط اژانس ته ویلي، دا مهال د پولې دواړو غاړو ته د خوراکي موادو شاوخوا ۵ زره کانټینر ولاړ دي.
د افغانستان او پاکستان د تګ راتګ لارې د اکتوبر له ۱۱مې راهیسې بندې دي.
دا لارې وروسته تر هغه وتړل شوې چې پاکستان پر کابل او پکتیکا هوایي بریدونه وکړل او په ځواب کې یې د طالبانو حکومت پر پوله پاکستاني پوځیانو سره په جګړه واوښتل.
دواړو لورو د اکتوبر په ۱۸مه په دوحه کې د سملاسي اوربند هوکړه وکړه او ټاکل شوې د اوربند تعقیبي غونډه سبا شنبه په ترکیه کې جوړه شي.