په قطر کې د طالبانو او پاکستان چارواکو په سمدستي اوربند موافقه کړې او تمه ده راتلونکی پړاو خبرې په استانبول کې وکړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په خپل بیان کې ویلي چې دواړه خواوو په یوه سمدستي اوربند او داسې یوه میکانیزم موافقه وکړه چې د دغو هېوادونو تر منځ دایمي سوله او ټیکاو رامنځته کړي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې د دې خبرو د منځګړتوب لپاره د قطر او ترکیې د هڅو مننه کړې.
ښاغلی مجاهد وايي دواړو خواوو توافق وکړ چې د یوبل پر وړاندې به د دښمنۍ عمل نه کوي او د هغو ډلو د حملو ملاتړ به نه کېږي چې د پاکستان د حکومت مخالفان دي.
د قطر په خبرو کې د طالبانو د پلاوي مشري مولوي محمد یعقوب مجاهد او د پاکستان د پلاوي مشري خواجه محمد آصف کوله.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په خپله ایکس پاڼه په بیان کې بیا لیکلي چې د دې توافق د جزییاتو په اړه د بحث لپاره به د خبرو بل پړاو د اکتوبر په ۲۵مه په استانبول کې وي.
د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې جګړه هغه مهال پیل شوه چې پاکستان د افغانستان په خاوره کې هوايي حملې وکړي.