ذبیح الله مجاهد: افغانستان او پاکستان پر بشپړ او معناداره اوربند توافق وکړ

مولوي محمدیعقوب او محمدآصف په قطر کې له پرونیو خبرو وروسته

د طالبانو حکومت وايي چې په قطر کې د افغانستان او پاکستان مرکچي پلاوو پر بشپړ او معناداره اوربند توافق کړی دی.

د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې خبرو د منځګړتوب لپاره د قطر او ترکیې د هڅو مننه کړې او پر خپله ټویټر پاڼه په یوه بیان کې یې ویلی دي چې افغان او پاکستاني لورو هغه سند هم لاسلیک کړی دی چې له مخې یې دواړه هېوادونه سولې، یوبل ته د احترام او ګاونډیتوب د ښو اړیکو پر ژمنه تاکید کوي.

د قطر په خبرو کې د دواړو هېوادونو د پلاوو مشري د دفاع وزیرانو ملامحمدیعقوب مجاهد او خواجه محمدآصف کوله.

ښاغلی مجاهد وايي دواړو خواوو توافق وکړ چې د یوبل پر وړاندې به د دښمنۍ عمل نه کوي او د هغو ډلو د حملو ملاتړ به نه کېږي چې د پاکستان د حکومت مخالفان دي.

ویاند دا هم ویلي دي چې په راتلونکي کې به د منځګړو په وساطت داسې میکانیزم رامنځ ته کېږي چې دوه اړخیزې ادعاوې وڅېړي او توافق عملي کړي.

د پاکستان دفاع وزیر پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې د دې توافق د جزییاتو په اړه د بحث لپاره به د خبرو بل پړاو د اکتوبر په ۲۵مه په استانبول کې وي.

د قطر د بهرنیوچارو وزارت هم نن سهار وویل چې د افغانستان او پاکستان پلاوو د شنبې په ورځ د قطر او ترکیې په منځګړتوب په دوحه کې د خبرو پرمهال پر سمدستي اوربند موافقه کړې ده.

د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې جګړه هغه مهال پیل شوه چې پاکستان د افغانستان په خاوره کې هوايي حملې وکړي.