ساغر محبوبي، ۱۶ کلن افغان سندرغاړی، هنري سفر یې څنګه پيل شو؟

افغان سندرغاړی ساغر محبوبي

ساغر محبوبي د تنکي عمر هغه افغان هنرمند چې اکاردئون غږوي او سندرې وايي. اکاردون د موسیقۍ هغه اله ده چې غاړه کې لویږي او تڼۍ یې د ارمونیې په څېر غږونه باسي. هغه لا لس کلن نه و چې هنرمندو ګوتو یې غږول پیل کړل او په خبره یې خورا ډیر مینه وال یې پیدا کړل.

ساغر محبوبي چې په جرمني کې اوسیږي، هغه چې شپاړس کلن دی وایي، اکاردئون غږول او سندرې ویل یې لا لس کلن شوی نه و چې پیل کړي وو" له اته کلنۍ، نهه کلنې مې اکاردیون غږول پیل کړل، استاد مې نه درلود، مور او پلار مې ولیدل چې زه اکاردئون غږولو سره مینه لرم، دغه شان سندرو ویلو سره، نو ماته یې استاد ونیوو."

ساغر محبوبي وايي، ورور یې سیر محبوبي چې اتلس کلن دی، هم غاړی هنرمند یې دی، چې د تبلې او سندرو ویلو په برخه کې ورسره همکاري کوي، دواړه ارواښاد قسیم جوادي روزلي خو دی اوس د اکاردئون برخه کې زده کړې له طنین اهنګ نه کوي.

ساغر محبوبي

د جرمني په دوسلدورف کې میشت دا افغان د تنکي عمر هنرمند، چې د همدې هیواد زوکړی هم دی، که څه هم دا مهال د ښوونځي زده کوونکی دی، خو خپل هنري پروګرامونه هم مخته وړي.

وايي له جرمني سربیره یې په هالند او لندن کې هم کنسرتونه ورکړي دي" ما او سیر جان د انګلستان په لندن ښار کې هم کنسرت ورکړ، شا او خوا درې کاله مخکې و، د احمد ظاهر د کلیزې په مناسبت، دغه شان تیرو کلونو کې مو بیا دا ورځ د هالند په ردوتردام کې ونمانځله، هلته مو ډیر ښه کنسرت درلود، ټکټونه ډیر ژر او ډیر مخکې خرڅ شوي وو. "

ساغر وايي، ارواښاد احمد ظاهر یې ډیر خوښېږي، ځکه په خبره یې ښه سندرغاړی او اکاردئون غږونکی و.

دی وايي پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې څو ځلي افغانستان ته تللی او هلته یې هم هنري پروګرامونه کړي دي"ما او سیر جان له نیکه مرغه، شکر باید وکړم چې خدای پاک مونږ ته دا امکانات راکړل چې څلور ځله افغانستان له نېږدې وګورو، له خپل خواږه وطن نه ډیرې ښې خاطرې لرو، ورستی ځل فکر کوم که تیروتې نه وم ۲۰۲۱ کال به و چې کابل ته ولاړو، چې هلته تلویزیونونو مونږ میلمانه کړي وو او افغانستان کې مو ښه پروګرامونو ثبت کړل"

ساغر محبوبي وايي، په ټولنیزو رسنیو کې یې ډیر کسان تعقیبوي او خوښوي یې، نو وايي ځکه دی او ورور یې هڅه کوي چې راتلونکي کې هم خپلو مینو والو ته ښې هنري ډالۍ او سندرې ولري" زما او سیر جان هیله به دا وي چې په راتلونکي کې انشالله په نویو او خوشحالونکو سندرو سره خلک خوښ وساتو، که څه هم مونږ یو لس پارچې خپلې سندرې لرو خو دیری سندرې به، په ویدیويی بڼه او عالي موسیقۍ سره دوستانو ته وړاندې کړو. "

ساغر داسې مهال د موسیقۍ په برخه کې د ارويايي هیوادونو په ستیجونو او سالونونو کې خپل د تنکي ځلمیتوب هنر نندارې ته وړاندې کوي، چې په هیواد کې یې په موسیقۍ بندیز دی.

له رسنیو سندرې نه خبرېږي، د خوښۍ محفلونو کې ټنګ، ټکور نشته او ان عام خلک او موټر چلوونکي هم وايي، طالبان یې د موسیقۍ اورېدلو ته نه پرېږدي او ورته وايي موسیقي حرام ده.