افغانستان ته د پاکستان د صدراعظم تازه خبرداری او د هند د حکومت د ملاتړ اعلان

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د کابینې په یوه غونډه کې

د پاکستان صدراعظم خبرداری ورکړی چې که طالبان د شخړې حل غواړي، نو په ۴۸ ساعتونو کې دې د اسلام آباد غوښتنې ومني.

شهبازشریف نن د کابینې غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې د دایمي اوربند لپاره توپ اوس د افغانستان په میدان کې دی. هغه ټینګار وکړ چې پاکستاني طالبان باید له منځه یوړل شي او وسله وال یې باید د افغان خاوره ونه کاروي.

شریف دا څرګندونې داسې مهال کوي چې افغانستان او پاکستان پرون ماښام د ۴۸ ساعتونو په مخه پر اوربند موافقه وکړه.

په عین حال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په خونړیو نښتو کې د اوربند له اعلان یوه ورځ وروسته نوې ډيلي له کابل څخه خپل ملاتړ اعلان او پاکستان یې د تروریستي ډلو په کوربه توب تورن کړ.

د هند د بهرنیوچارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال نن د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستیو نښتو ته د اشارې په ترڅ کې ویل چې هند روان وضعیت له نژدې څاري. د نیوز اتلس خبري چینل د راپور له مخې ښاغلي جیسوال ویلي دي چې پاکستان د تروریستي ډلو کوربه دی او د تروریستي فعالیتونو ملاتړ کوي؛ له ډېر پخوا راهیسې یې همدا کار دی چې د خپلو کورنیو ناکامیو پړه پر ګاونډیانو اچوي او افغانستان ته په خپل قلمرو کې د اقداماتو له کبله په غوسه دی.

د طالبانو حکومت د پاکستاني او هندي چارواکو د څرګندونو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.