په جرمني کې پر څو ماشومانو د بریدګر افغان کډوال محاکمه پیل شوه

د جرمني په اشافینبورګ ښار کې پر ماشومانو د یوه افغان د برید پرضد د اعتراض لپاره راټول شوي خلک

په جرمني کې د هغه افغان کډوال محاکمه پیل شوې ده چې پر یوه ډله کوچنیو ماشومانو د برید په قضیه کې تورن دی.

دا پېښه د جنوري په ۲۲مه نېټه هغه مهال وشوه چې تورن د باویریا ایالت په یوه ښارګوټي کې په پارک کې د دوو ښوونکو په حضور کې د یوه وړکتون پر ۵ ماشومانو د چړې په وسیله برید وکړ. یو دوه کلن ماشوم او یو سپین ږیری سړی یې ووژل او یوبل ماشوم یې ټپي کړ.

دې پېښې په جرمني کې د کډوالو پر وړاندې سخت حساسیتونه پارولي دي.

د جرمني د قوانینو له مخې د دې ۲۸ کلن تورن بشپړ نوم نه دی افشا شوی او یوازې د انعام الله او په نامه یاد شوی دی.

ویل شوي چې تورن له اوږدې مودې راهیسې د دماغي ناروغۍ سابقه لري او د روغتیايي متخصصینو ارزونه دا ده چې نوموړی د خپل رواني حالت له وجې له جنايي پلوه مسوول نه شي ګڼل کېدای.