په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت- یوناما د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۸ ملکي وګړو د وژل کېدو او د لسګونه نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
په داسې حال کې چې د راپورونو له مخې له تېرماښام راهیسې اعلان شوی اوربند په دواړو خواوو کې تر ډېره ټینګ دی، یوناما په یوه بیان کې چې نن یې رسنیو ته واستاوه ویلي دي چې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې لږترلږه اولس تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۳۴۶ تنه نور ټپیان دي چې دا د افغانستان لوري ته د ملکي تلفاتو تر ټولو لوړه شمېره ده.
بیان زیاتوي چې یوناما په پکتیا، پکتیکا، کونړ او هلمند ولایتونو کې پر ډیورنډ کرښه په پرتو سیمو کې د یوه ملکي وګړي د وژل کېدو او د ۱۵ نورو د ټپي کېدو راپورونه هم کره کړي دي.
یوناما د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی کړی او په عین حال کې یې پر دواړو لورو غږ کړی چې د ملکي وګړو د خوندیتوب او نورې مرک ژوبلې د مخنیوي لپاره جګړه د تل لپاره پای ته ورسوي.
پرون د اوربند له اعلان وروسته په کابل کې د څو چاودنو غږونه واورېدل شول خو د طالبانو د حکومت چارواکو یې پړه پر پاکستان وانه چوله.