خلیلزاد: د اوربند موافقه یوه ښه ګام دی

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ اعلان شوي لنډ مهاله اوربند ته په اشاره وایي، د ۴۸ ساعتونو لپاره په اوربند موافقه دا یوښه ګام دی. هغه بیګا په خپله ایکس پاڼه کې ویلي که دا رښتیا وي، هغه د ډیپلوماسۍ لپاره ورپرانیزي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبې د دغه اوربند په اړه چې پرون ماښام په سیمه ییز وخت په شپږو بجو نافذ شوی، په یوه بیان کې هم دې ټکي ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې “پدې موده کې به دواړه خواوې د رغنده خبرو اترو له لارې د دې پیچلې خو حل کیدونکې مسلې لپاره د مثبت حل موندلو په موخه صادقانه هڅې وکړي.”

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم پرون په خپله ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې وویل چې دوی به ترهغو اوربند رعایت کړي چې د ده په خبره چا تجاوز نه وي کړی.

ازادي راډیو د دواړو لورو ترمنځ د پولې په اوږدو کې د نویو احتمالي نښتو په اړه چې هغه دې له نافذ شوي اوربند څخه سرغړونه وانګیرل شي، راپورونه ندي ترلاسه کړي خو پرون چهارشنبې د کابل په څلورمه ناحیه کې یوه زوروره چاودنه وشوه چې د طالبانو د حکومت ویاند یې لامل د تیلو په ټانکرکې اورلګیدل په ګوته کړل. په کابل کې د ایمرجنسي روغتون چارواکو وویل چې د دغې چاودنې پنځه وژل شوي جسدونه او ۳۵ ټپیان ور وړل شوي دي.