پاکستان یوځل بیا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوبل د سولې جایزې ته نوماند کړ.
د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف د دوشنبې په ورځ وویل، غواړي د غزې جګړې په پای ته رسولو کې د ښه رول ادا کولو له کبله ټرمپ دغې جایزې ته نوماند کړي.
شریف د مصر په شرم الشیخ کې د غزې د اوربند په اړه جوړه شوې غونډه کې وویل" نن د معاصر تاریخ یوه لویه ورځ ده، ځکه سوله د ولسمشر ټرمپ له نه ستړې کیدونکو هڅو وروسته ټینګه شوه، ریښتیا هم ټرمپ د سولې او ثبات سړی دی"
دا دویم ځل دی چې اسلام اباد ټرمپ د نوبل د سولې جایزې ته وړاندیز کوي.
تر دې وړاندې په جون میاشت کې د هند او پاکستان له څلور ورځنۍ جګړې وروسته پاکستان ټرمپ، چې د جګړې پای ته رسیدو کې یې منځګړیتوب وکړ، دغې جایزې ته وړاندیز کړی و.
ټرمپ او نورو منځګړو پرون دوشنبه په مصر کې د غزې د اوربند سند لاسلیک کړ.