د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ د سفر په درشل کې نن دوشنبه اسراییل ته ورسېد.
د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو په بن ګوریون هوایي ډګر کې د ټرمپ هرکلي ته راغلی و.
نوموړی لږ وروسته تر هغه اسراییل ته ورسید چې حماس ډلې، چې متحده ایالتونه او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، ۷ یرغمل شوي کسان د سره صلیب له لارې اسراییلي پوځ ته وسپارل.
حماس ویلي، نن دوشنبه به ټول ۲۰ ژوندي پاته یرغمل شوي اسراییلیان، چې غزه کې ساتل کیږي، د څه باندې ۱۹۰۰ فلسطيني بندیانو په بدل کې ازادوي.
ټرمپ د ورځې پای کې د مصر شرم الشیخ ته ځي او هلته به د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره یوځای د غزې د اوربند په اړه د یوه کانفرانس مشري وکړي.
دغه کانفرانس کې د فرانسې، جرمني، بریتانیا مشران او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش هم ګډون کوي.