پاکستان د ډیورنډ د کرښې په اوږدوکې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستیو سختو نښتو وروسته د دوو لویو تورخم او سپین بولدک دروازو په ګډون لږترلږه پتځه لارې تړلې دي.
رویترز خبري آژانس د یوشمیر پاکستاني امنیتي چارواکو له قوله خبرورکړی چې نن یکشنبې د تورخم او سپین بولدک دروازې او همدارنګه لږترلږه درې نورې لارې، خرلاچي، انګور اډه او غلام خان هم تړل شوي دي. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو تراوسه په دې اړه څه ندي ويلي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دغو ترانزیتي لارو د تړل کیدو خبره وروسته له هغې کیږي چې د پاکستانیو ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې سختې نښتې وشوې.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبې په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې په وروستیو نښتوکې پاکستاني لوري ته د درنو تلفاتو د اوښتو خبره وکړه او د وژل شویو پاکستانیو ځواکو شمیریې له پنځوسو زیات وښود.
تردې مخکې پاکستاني چارواکو تایید کړې چې د دې هېواد پر خاوره د طالبانو په حملو کې درې سرتېري او یو ملکي وژل شوي او پنځه نور سرتېري ټپیان دي.
د پاکستان د امنیتي سرچینو له قوله د سیمه ییزو رسنیو له خوا په خپرو شویو ویډیوګانو کې بیا ادعا شوې چې پاکستان د افغانستان لوري ته لږترلږه نولس پوستې نیولي او هغوی ته یې یوشمیرتلفات اړولي دي. ګرانه ده چې د دواړو لورو له خوا شوې ادعاوې په خپلواکه توګه تایید شي. د طالبانو د حکومت دفاع وزارت بېګا اعلان وکړ چې د هېواد په ختیځ او جنوب کې یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستاني ځواکونو سره درنې نښتې کړي. دفاع وزارت ویلي دي چې دا پوځي عملیات چې د افغانستان پر قلمرو د پاکستان د وروستیو حملو په ځواب کې وشول، د شپې په دولسو بجو پای ته ورسیدل.
د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي چې په دغو نښتو کې یې له درنو توپونو، ټانکونو، جنګي جټ الوتکو او ډرونونو څخه کار واخیست.
په عین حال کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف نن یکښنبې په یوه بیان کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې د افغانستان له لوري لمسونکی اقدام بللي او د غندنې ترڅنګ یې ویلي چې د پاکستان د دفاع په اړه به هیڅ ډول جوړجاړی ونشي، او هر ډول پارونه به له قوي او اغیزمن ځواب سره مخ شي.