د سپینې ماڼۍ ډاکټر وايي، د ۷۹ کلن ولسمشرټرمپ زړه د ۶۵ کلن سړي په څېر روغ دی

د سعودي له ولیعهد سره د لاس ورکولو پرمهال د ولسمشر ټرمپ د لاس د پوستکي رنګ بدل ښکاره شو

د ولسمشر ډونالډټرمپ شخصي ډاکټر شان باربابېلا اعلان کړی چې که څه هم د امریکا ولسمشر ۷۹ کلن دی، خو روغ رمټ او زړه یې د ۶۵ کلن سړي دی.

سپینه ماڼۍ په یوه راپور کې وايي، ټرامپ د زړه، سږو او جسماني چمتووالي له پلوه په استثنايي وضعیت کې دی او د خپلو دندو د ترسره کولو بشپړ توان لري.

د راپور له مخې ولسمشر ټرمپ ته همداراز د کووید ضد واکسین په ګډون د روغتیا د پیاوړتیا ځانګړي واکسینونه ورکړل شوي دي.

په متحدوایالتونو کې د ولسمشرانو د روغتیا د راپورونو خپرول یو نالیکل شوی دود او هدف یې د چارو شفافیت دی.

په تېرو څو میاشتو کې د ټرامپ پر لاسونو او پښو د شنو داغونو د تصویرونو له خپرېدو وروسته د هغه د روغتیا په اړه پوښتنې رابرسېره شوې خو ښاغلي ټرمپ وویل چې د دې شنو داغونو علت له ډېرو خلکو سره د لاس روغبړ دی.

د ټرمپ یوه ویاند بیا د وینې د نرۍ کولو لپاره د ځانګړو درملو کارول د دې شنو داغونو علت وباله. سپینې ماڼۍ مخکې اعلان کړی و، چې ولسمشر ټرمپ د پښو د رګونو په یوه مزمنه ناروغۍ اخته دی.