د اوربند له موافقې وروسته د غزې اوسېدونکي د خپلو ویجاړو کورونو پر لور روان دي

د اسراییلو د عملیاتو له کبله د غزې جنوب ته بېځایه شوي خلک په شمال کې خپلو کورونو ته ستنېږي.

په داسې حال کې چې د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ اوربند پرځای دی، د غزې زرګونه اوسېدونکي نن- د تلې ۱۹مه په پښو او د موټرو او کراچیو په وسیله د دې تړانګې په شمال کې خپلو کورونو ته ولاړل.

اسراییلي ځواکونه د متحدوایالتونو په منځګړتوب د شوې موافقې په اساس د غزې له ځینو سیمو په شا شوي دي خو لا یې هم د غزې نیمايي برخه په ولکه کې ده. د موافقې په اساس حماس به د ۷۲ ساعتونو په ترڅ کې اسراییلي برمته خوشې کوي. باور دا دی چې شل تنه اسراییلي برمته لاهم ژوندي دي، ۲۶ تنه نور مړه شوي او د دوو نورو برمته وو برخلیک څرګند نه دی.

اسراییل به په ځوابي اقدام کې د ۱۷۰۰ فلسطیني بندیانو له ډلې څخه ۲۵۰ تنه خوشې کړي. د موافقې له مخې سلګونه لارۍ به هره ورځ غزې ته خواړه او درمل انتقالوي.