د متقي خبري غونډې ته د ښځینه خبریالانو د نه پرېښودو له راپورونو وروسته پر حکومت د اپوزیسیون انتقاد

د کانګرس ګوند مشران راهول ګاندي او مور یې سونیا ګاندي

د هند د اپوزیسیون د اصلي ګوند مشر د دې هېواد پر حکومت د هغو ادعاوو له خپرېدو وروسته انتقاد کړی چې وايي د هند ښځینه خبریالانو ته د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو د وزیر امیرخان متقي خبري کنفرانس ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي پر خپله ایکس پاڼه صدراعظم نریندرمودي ته په خطاب کې ویلي چې هندۍ ښځې په هرځای کې د ګډون انډول حق لري خو د دې تبعیض په برخه کې ستاسو چوپتیا ښيي چې شعارونه مو تش په نامه دي.

ځینو هندي رسنیو پرون راپور ورکړ چې ګنې په نوې ډيلي کې د افغانستان په سفارت کې د متقي خبري غونډې ته ښځینه خبریالانې نه دي پرېښودل شوي. نوې ډیلي او په کابل کې د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېد وروسته د نجونو پر تعلیم او کار محدودیتونه ولګول.